نورستان کې د اوبومدیریت په پار هڅې؛ سلګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې

mail-admin
Sun, Aug 20 2023 3:11 PM
نورستان کې د اوبومدیریت په پار هڅې؛ سلګونو کسانو ته دکار زمینه برابره شوې

۲۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه‍.ق
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د ملګرو ملتونو د خوړو او کرنې ادارې په مالي او د افغانستان راتلونکي نسلونو مؤسسې په تخنیکي همکارۍ ددې ولایت د کامدېش او برګمټال ولسوالیو کې د اوبو مدیریت او خلکو ته دکار زمینې برابرولو په پار د یوې پروژې چارې پیل کړي دي.
د نورستان دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس مولوی سلیمان ایمن وویل، چې دغه پنځه میاشتنۍ پروژه د کار په بدل کې د نغدو پیسو په ورکولو سره د یادو ولسوالیو د بزګرانو له خوا پلي کېږي.
ښاغلی ایمن وویل چې د دې پروژې په لړ کې به ۷۴۴۰ نفرو ته د کار زمینه برابره شوې، چې په پلي کېدو سره به یې زرګونه جریبه ځمکه خړوبه، د ځمکې لاندې د اوبو کچه به لوړه او د ځمکې د تخریب مخنیوی به ووشي. 
د چارواکو په خبره په دې پروژه کې ۷۴۴۰ مستحق او بې وزله بزګرانو ته د ۲۰ ورځې کار په بدل کې د ۱۰۰ ډالرو معادل افغانۍ ورکول کېږي.
ددې پروژې د پلي کولو موخه خلکو ته د کار زمینه برابرول او په ټوله کې په یاده سیمه کې د اوبو مدیریت دی.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS