د پکتیا سیدکرم کې پر ۱۸۰ بڼوالو د بڼوالۍ زینې ووېشل شوې

۲۹ زمری ۱۴۰۲ه.ش
۳ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د پکتیا ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د اړیکو دفتر لخوا په سیدکرم ولسوالۍ کې ۱۸۰ هغه بڼوالو ته چې لږ ترلږه یو جریب په شرایطو برابر بڼ ولري د مارکیټینګ پروژی لپاره انتخاب شوي ؤ د یاد دفتر لخوا د بڼوالۍ المونیم زینې ووېشل شوې.
ددغو زینو په وېش غونډه کې د سیدکرم ولسوالی د ترویج عمومي مدیر ښاغلی نوروز درمان، د اړیکو دفتر مسئولینو او بڼوالو ګډون کړي ؤ.
ښاغلی نوروز په خپلو خبرو کې وویل، چې د بڼونو د ښاخبرۍ په موخه هر بڼوال ته یو دانه المونیم زینه په وړیا ډول ورکړل شوی او هم د زینو د استعمال په مورد ورته لازمې لارښوونې شوي دي.