خوست کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شوې

۲۶ زمری ۱۴۰۲ه.ش
۱ صَفَرُ المُظَفَّر ۱۴۴۵ه.ق
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د هالنډ کمېټې په همکارۍ ددې ولایت په مرکز کې پر یوشمېر مالدارانو د څارویو خوراکي توکي وېشل شوي دي.
د چارواکو په خبره د مستربل اړوند شهید رغزي کلي کې ۲۷ مستحقو مالدارانو او سنګر چنار سیمه کې ۳۳ مالدارانو ته د مالدارۍ په برخه کې د روزنې ترڅنګ هر یوه ته ۱۰۰ کیلو ګرامه د څارویو خوراکي توکي هم ورکړل شوي دي.
ددې مرستې موخه د بېوزله مالدارانو ملاتړ او په ټوله کې په دې ولایت کې د مالدارۍ سکټور ودې او پرخاتیا زمینه برابرول دي.