ننګرهار کې د اشغال د خاتمې د دویمې کلیزې په نمانځغونډه کې د مالي او اداري مرستیال ګډون 

mail-admin
Wed, Aug 16 2023 2:47 PM
ننګرهار کې د اشغال د خاتمې د دویمې کلیزې په نمانځغونډه کې د مالي او اداري مرستیال ګډون 

۲۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې په ننګرهار ولایت کې د هېواد د اشغال د خاتمې د دوهمې کلیزې په مناسبت غونډه کې، چې ددې ولایت د لوړ پوړو او سیمه ییزو چاراکو په حضور کې جوړه شوې وه ګډون وکړ.
د زمري ۲۴مه د اسلامي امارت د مجاهدینو لخوا د کابل او ټول هېواد د فتحې له ورځې سره سمون خوري، چې دوه کاله وړاندې د اسلامي امارت مجاهدین کابل ته ننوتل او په دې توګه ټول هېواد له اشغال څخه آزاد او او د افغانستان اسلامي امارت تر واکمنۍ لاندې راغی او امریکا او متحدین یې له افغانستان څخه ووتل. په همدې موخه دا ورځ د هېواد په ټولو ولایتونو کې لمانځل کېږي.
په دې مراسمو کې د ننګرهار سیمه ییزو او نظامي چارواکو وینا وکړه او د ازادۍ په ارزښت او د اشغالګرو ځواکونو د شړلو په اړه یې خبرې وکړې.
دغه پروګرام د ننګرهار والي ملا محمد نعيم اخند، د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي فضل الباري فضلي، د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري، د ننګرهار د کانال رييس ملا غلام الرحمن کظیم، د ننګرهار دکرنې رييس مولوي عبدالستار محمد، د کرنې وزارت ویاند او د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس مولوي مصباح الدين مستعین، د ننګرهار نظامي چارواکو، د ننګرهار د سیمه ییزو ادارو یو شمېر رییسانو، علماوو، سیمه ییزو مخورو او د ننګرهار ځوانانو په شتون کې دائره شوې وه.

اشتراک معین مالی و اداری در محفل تجلیل از دومین سالروز ختم اشغال در ننگرهار  
۲۵ اسد ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی فضل الباری فضلی معین مالی و اداری وزارت زراعت در جریان سفر به ولایت ننگرهار در محفلی که به مناسبت دومین سالروز ختم اشغال کشور در ولایت ننگرهار با حضور مقامات و مسوولان محلی آن ولایت برگزار شده بود اشترا کرد.
۲۴ اسد مصادف می شود با روز فتح کابل و تمام کشور از سوی مجاهدین امارت اسلامی که دوسال قبل در این روز مجاهدین امارت اسلامی وارد کابل شده و بدین ترتیب تمام کشور از اشغال رهایی یافته و تحت حاکمیت امارت اسلامی افغانستان در آمد و آمریکا و متحدینش افغانستان را ترک گفتند.
که بدین منظور از این مناسبت در تمام ولایت‌های کشور تجلیل  و بزرگداشت به عمل می‌آید. 
در این مراسم مسوولان محلی و نظامی ولایت ننگرهار سخنرانی کرده و پیرامون اهمیت آزادی و تلاش‌ها جهت خارج ساختن نیرو های اشغالگر سخن زدند.
این برنامه با حضور داشت ملا محمد نعیم آخند والی ننگرهار، مولوی فضل الباری فضلی معین مالی واداری، مولوی سعید احمد بنوری معاون والی ننگرهار، مولوی غلام الرحمن کظیم رییس کانال ننگرهار، مولوی عبدالستار محمد رییس زراعت ننگرهار، مولوی مصباح الدین مسعین رییس اطلاعات و آگاهی عامه وزارت زراعت، مسوولان نظامی ننگرهار، شماری از روئسای ادارات محلی ننگرهار، علما، بزرگان و متنفذین محلی و جوانان ننگرهار برگزار شده بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS