اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

mail-admin
Wed, Aug 16 2023 2:18 PM
اروزګان کې د ځمکې غصب او غصب شويو ځمکو بېرته راکرځولو کمېټې کړنې

٢۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
٢۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
 د اروزګان د امارتي (سلطاني) عامه مرعي او وقفي غصب شویو ځمکو، د غصب مخنيوي او استرداد کمیسون تخنیکي پلاوی خپلې هلې ځلې کړندي کړي دي.
د دغو هلو ځولو په دوام د یادې کمېټې رییس مولوی عبدالصمد مقبول په مشری په داسې حال کې، د یادې کمېټې نورو غړو هم شتون درلود د یوې غونډې په ترڅ کې پر بېلابېلو موضوعاتو خبرې اترې وکړې.
ددې غونډې په ترڅ کې د اروزګان د ځمکې غصب او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو کمېټې ریيس الحاج مولوي عبدالصمد مقبول د تخنيکي پلاوي غړو ته د لارښوونو ترڅنګ د تېرې غونډې د پرېکړو ارزونه وکړه.
همداراز په دې غونډه کې د یوشمېر عاریضونو عریضې وکتل شوې او تر خبرو اترو وروسته پرې پرېکړه شوه.
ددغو کړنو ترڅنګ یاده کمېټې په دوو ګروپونو ووېشل شول، چې د ارزوګان بېلابېلو سمیو ته سفرونه وکړي، چې سیمو ته د سفر په ترڅ کې د اروزګام مرکز ترینکوټ اړوند په ګردنې ګاب سمه کې اته کړنۍ ژورو څاګانو کېندل بند او نوي ودانۍ لمنځه یوړل شول او په ياده سيمه کې اوسيدونکو کوچيانو ته يي هدایت وکړئ، چې په راتلونکي دداسې کارونو دتکرار څخه مخنيوي وکړي، ددغو کړنو په پایله کې نږدې  2500 جريبه امارتي ځمکه د غصب څخه وژغورل شوه.
همدارنګه دويم کاري ګروپ د اروزګان  مرکز ترينکوټ اړوند دعباس علي کلي ته سفر وکړ، چي دعباس علي د کلي دوې قطعې امارتي ځمکه چې اندازه یې ۲۱,۸ جريبه کېږي چيې نيمايي يې اوس مهال بڼ د ي نږدې تر400 پورې مېوه لرونکي ونې او تر200 پورې بې ميېوې ونې لري دامارتي املاکو اداري ته وسپارلي ترڅو په راتلونکي کې يي مفادات امارت ته ولاړ شي.
باید وویل شي، چې د اروزګان ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS