هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې کړنې

mail-admin
Mon, Aug 14 2023 2:02 PM
هلمند کې د ځمکو د غصب مخنیوي تخنیکي کمېټې کړنې

۲۳ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د ځمکو د غصب مخنيوي او غصب شویو ځمکو د تثبیت تخنیکي پلاوی خپله ٥۷ نوبتي غونډه ترسره کړه، چي پکې د یادې کمېټې رییس الحاج مولوي نظر محمد صدیقي تر څنګ د فرمانونو، حکمونو او هدایاتو د تعقیب او څار رییس مولوي عبدالجبار هجرت، د عدلیې رییس مولوي محمد محمدي، د لښکرګاه ښاروال مولوي عبدالله روحاني، هلمند مستوفي ملاحمیدالله رابط، د کور او ښار جوړولو چارو رییس مولوي نیک محمد معتصم، د کار او ټولنیزو چارو رییس مولوي رحیم الله مخلص،  د امنیې قوماندانۍ استازی ملا عبدالرحمن طلحه ، د قضایای امارت امر مولوي عبدالقاهر عاصم، د ځمکو آمریت استازی انجنیر حامد رسولي  او نورو غړو هم حضور درلود.
په غونډه کې پر مهمو موضوعاتو تر خبرو اترو وروسته د غونډې ګډونوال په ٢ کاري ګروپونو ووېشل شول، چې لومړی ګروپ د ګډ ولایتي پلاوی په ترکیب سره د ګرشک ولسوالی ته سفر وکړ، په یاده ولسوالی کې د نفت او ګازو دولتي شرکت د غصب شوې ځمکې، د هلمند ولایت ټول ګټوو چارو ریاست اړوند ځمکې او د حاجي محمدطیب تر ادعا لاندې ځمکې بررسي او ارزونه ترسره شوه.
دویم کاري پلاوی په پیل کې  د ٤ املاکي ذوالیدي اړوند  دوسیو ترتیب شوي راپورونه تحلیل او مطالعه کړل، چې له ډلې یې یاد راپارونه تائید او لاسلیک شول او د وروستیو کړنو لپاره د غصب مخنیوی کمیسیون ته ولېږدول شول.
دویم کاري پلاوی د یوشمېر نورو مراجعینو د کارونو تر اجرا وروسته په لښکرګاه ښار کې د بېلابېلو امارتي ځمکو څخه لیدنه او ارزونه ترسره کړه او د ځینو سیمو د امارتي او شخصي ځمکې د تثبیت او تفکیک په موخه یې په سیمو کې اړوندو چارواکو، اشخاصو او افرادو ته لازم هدایتونه ورکړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS