هلمند کې د کرنیزو کوپراتیفونو د ارزونې چارې پیل شوې 

mail-admin
Mon, Aug 14 2023 1:59 PM
هلمند کې د کرنیزو کوپراتیفونو د ارزونې چارې پیل شوې 

۲۳ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۷ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست لخوا، د کرنې وزارت په لارښؤنه، په دې ولایت کې د کرنیزو کوپراتیفونو د ارزونې چارې چې له وړاندې پیل شوي دي دوام لري. 
د ارزونې او څارنې دغه پروسه د یوه ګډ پلاوي لخوا ترسره کېږي، چې په ترکیب کې یې د ولایت مقام، امنیې قوماندانۍ او کرنې ریاست دوه تنه استازي شامل دي .
د ارزونې دغه لړۍ په دې موخه ترسره کېږي ترڅو یاد کوپراتیفونه په نوي طرزالعمل ثبت او خپلې چارې د یادې کړنلارې مطابق مخې ته یوسي.
تر دې مهاله د یادې پروسې په لړ کې دنادعلی ولسوالی دبغرا په نوم کوپراتیف ، دګریشک ولسوالی د نیک زایی، بابادریاب، ابپاشک، اببازانو. دګرمسیر ولسوالی د جنګیزایي، ده ذکریا، صالح بابا، اتفاق، اتحاد هزارجفت، د ناوې ولسوالی دباغ رباط او د ترمه خماري کرنیزو کوپراتیفونو د مدیره پلاوی سره ناستې ترسره شوي دي او د نوي طرزالعمل په اړه هر اړخیزه معلومات ورکول شوي .
د یادولو وړ ده، چې هلمند کې دا مهال نږدې ١٣٠ بابه کرنیز کوپراتیفونه ثبت دي، چې له مخې به یې فعال او غیر فعاله کوپراتیفونه په نښه او د نوي طرزالعمل له مخې به یې چارې عیارې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS