د کرنې په سکتور کې د بهر میشتو افغان سوداګرو د پانګونې د راجلبولو هڅې

mail-admin
Mon, Aug 14 2023 1:19 PM
د کرنې په سکتور کې د بهر میشتو افغان سوداګرو د پانګونې د راجلبولو هڅې

د کرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ د مرستیال مولوي صدر اعظم عثماني او په المان کې میشت افغان سوداګر عمر ابراهیم ترمنځ انلاین ناسته ترسره شوه او په بېلابېلو موضوعاتو په ځانګړې توګه د کرنې په سکتور کې د پانګونې په اړه د نظر تبادله وشوه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدر اعظم عثمانی په ټول هېواد کې د امنیت پر ټینګښت ټینګار وکړ او ویې ویل:«سوداګرو لپاره د پانګونې زمینه برابره ده، موږ له ټولو ملي او نړیوالو سوداګرو غواړو چې په افغانستان کې پانګونه وکړي».
مولوي صدر اعظم زیاته کړه: انجه، پنبه، ګني، جاغوندر او زعفران هغه صنعتي بوټي دي، چې باید پرې پانګونه وشي او د کوکنارو غوره بدیل بوټي دي.
په جرمني کې مېشت افغان سوداګر عمر ابراهيم خېل وويل:« راځو او په افغانستان کې پانګونه کوو، نن ورځ امنیت ټینګ شوی، فساد کم دی، حکومت ملي ازادي لري او پانګونې ته زمینه برابره ده، دا کار به د کارموندنې او پانګونې زیاتوالي ته زمینه برابروی او د پیسو ساتنه کوي.»
تر دې وړاندې هم یو شمېر پانګوالو  هېواد ته د راستنېدو او په بېلابېلو برخو په ځانګړې توګه د کرنې په برخه کې د پانګونې ژمنه کړې ؤ.

تلاش جهت جلب سرمایه گذاری تاجران افغان مقیم خارج در سکتور زراعت  
جلسه آنلاین مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت با عمر ابراهیم تاجر افغانی مقیم آلمان برگزار و روی موضوعات مختلف به ویژه سرمایه گذاری در سکتور زراعت بحث تبادل نظر صورت گرفت.
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری بر امنیت سرتاسری تاکید کرده گفت:« زمینه سرمایه گذاری برای تاجران مهیا است، ما از تمام تجاران ملی و بین المللی می‌خواهیم بیایند و در افغانستان سرمایه گذاری کنند».
مولوی صدراعظم افزود: هنگ، پنبه، نیشکر، لبلبو و زعفران از نباتاتی صنعتی است که در آنها باید سرمایه گذاری شود و بهترین نباتات بدیل کوکنار هم هستند.
عمر ابراهیم خیل تاجر افغان مقیم آلمان گفت:« می آییم در افغانستان سرمایه گذاری می‌نماییم، امروز امنیت برقرار، فساد کمتر و حکومت است که آزادی ملی دارد و زمینه سرمایه گذاری مهیا است این کار زمینه اشتغال زایی را افزایش و سرمایه و پول را حفظ می‌کند.
پیش از این شمار زیادی از سرمایه گذاران نیز وعده داده بودند تا به کشور برگردند و در سکتور های مختلف به خصوص زراعت سرمایه گذاری نمایند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS