د بوټو ساتنې او قرنطین رییس له قرنطیني شبکو څخه څارنه وکړه

mail-admin
Thu, Aug 10 2023 12:59 PM
د بوټو ساتنې او قرنطین رییس له قرنطیني شبکو څخه څارنه وکړه

۱۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بټو ساتني او قرنطین رییس عتیق الله مسلم د کابل نړیوال هوایي ډګر زراعتي قرنطین، کابل ګمرک  قرنطین او ضد عفوني فمو ګیشن له مراکزوڅخه له نږدې لیدنه وکړه. 
ددې لیدنې او څارنې موخه د کرنیزو قرنطیني مراکزو د ستونوزو معلومول او خصوصي سکټور ته د غوره چوپړتیاوو وړاندې کول او پراختیا ښودل شوي دي.
ددې لیدنې پر مهال د قرنطیني شبکو چارواکو د ګمرکاتو له خوا نه همغږي د دغو مراکزو لویه ستونزه وبلل، چې د بوټو ساتنې او قرنطین رییس له خوا ورته دحل ډاډ ورکړل شو.
په همدې موخه د کرنې وزارت د بوټو ساتنې او قرنطین رییس عتیق الله مسلم د مالیې وزارت د ګمرکاتو لوی رییس مولوی عبدالمتین سعید سره په کتنه کې پر یادو ستونزو خبرې وکړې، چې د مالیې وزارت د ګمرکاتو لوی رییس مولوی عبدالمتین سعید له خوا ورته د هر راز همکاریو ژمنه وکړه او زیاته یې کړه، چې د ښې همغږۍ په پار دې باید د دواړو وزارتو ترمنځ هوکړه لیک لاسلیک شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS