هلمند کې د نیالګیو د تولید په پار هڅې 

mail-admin
Thu, Aug 10 2023 11:58 AM
هلمند کې د نیالګیو د تولید په پار هڅې 

 ۱۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
دهلمند ولایت د کرنې، اوبولګو اومالدارۍ ریاست اړوند د طبيعي سرچينو آمر الحاج قاري دين محمد مغفور او د ياد آمریت سیمه ییزو کارکوونکو د طبیعي سرچينو اړوند د بولان د نیالګیو روزلو قوریې څخه ليدنه وکړه. 
د لیدنې په ترڅ کې د بولان مرکزي قوري بېلابېلو برخو څخه څارنه او د نويو نيالګيو ارزونه ترسره شوه .
ښاغلي مغفور د بولان د مرکزي قوري د نوي نيالګيو پر ډېرښت او د یادو برخو د ښې ساتنې او روزنې برخه کې اړونده کارکوونکو ته لازمې سپارښتنې وکړې .
ددې ترڅنګ نوموړي اړوندو کارکوونکو ته وويل، چې د نويو نيالګيو د ښې روزنې او پالنې برخه کې ځانګړې پاملرنه کوي ترڅو د کیفیت او کمیت له مخې هلمندي ځمکوالو ته باکیفیته نیالګي  تولید کړي.
د یادولو وړ ده، چې د هلمند د کرنې ریاست هرکال زرګونه مېوه لرونکي او بې مېوې نیالګي په یاده قوریه کې په فني توګه روزي او بیا یې د ځانګړې کړنلارې له مخې د بزګرو په واک کې ورکوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS