د هلمند دکرنې رییس د ملګرو ملتونو چارواکو سره وکتل

mail-admin
Thu, Aug 10 2023 11:47 AM
د هلمند دکرنې رییس د ملګرو ملتونو چارواکو سره وکتل

۱۹ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
۲۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس الحاج مولوي نظرمحمد صدیقي په خپل کاري دفتر کې د ملګرو ملتونو د نشه یي توکو او جرایمو په وړاندي مبارزې دفترمشرې اغلې انوبا سود، د پروژیي خدماتو دفترمشر نیکولسن جیورج او همدا راز  له افغان کډوالو سره د مرستې لپاره د ډنمارک کمیټې له مسؤلینو سره ناسته وکړه. 
 د ناستې په پیل کې راغلو مسؤلینو هلمند ولایت ته د خپل سفر په اړه معلومات وړاندې کړل او وې ویل، چې په دې ولایت کې یې د کرنې په برخه کې ګڼې پروژې بشپړ، روانې او یا هم د پیل په حال کې دي .
هغوی وویل، چې د بشپړ شویو او روانو چارو د مؤثریت ارزونه کوي، او د راتلونکو برنامو لپاره د مسؤلینو ترڅنګ د بزګرو او مالدارانو د غوښتنو او اړتیاو په اړه لومړیتوبونه په نښه کوي. 
دوی تر دې مهاله په دې ولایت کې د مسؤلینو لخوا د کارونو د زمینې برابرولو څخه خوښي وښوده او په دې برخه کې یې د لا زیاتې همکارئ غوښتنه وکړه. 
ورپسې د هلمند د کرنې رییس د هلمند ولایت د کرنې سکتور د ودې او پراختیا په برخه کې  ددې ولایت د ځمکوالو او مالدارانو لپاره د مهمو او بنیادي پروژو د تطبیق او تمویل په برخه کې ورته لومړیتوبونه مشخص کړل
د هلمن دکرنې رییس وویل: «څرنګه چې هلمند یو کرنیز ولایت دی، الحمدالله په دې ولایت کې د کوکنارو د کر کچه تقریبآ صفر ته را ټیټه شوې ده، نو اړتیا ده چې دبزګرانو د کرنیزو محصولاتو لپاره  د سړو خونو، د اوبو مهارولو برخه کې د وړو او لویو بندونو، د حیواني او نباتي ناروغیو د مخنیوی په برخه کې د امکاناتو برابرولو، د بېلابېلو اصلاح شویو تخمونو او د نشه یي توکو د بدیل په موخه د با ارزښته نباتاتو د ترویج او تکثیرولو برخه کې د ځمکوالو لپاره بنیادي کارونه ترسره شي.»
راغلو مسؤلینو د هلمند د کرنې رییس سپارښتنې واورېدې او په دې برخه کې یې د همکاریو ددوام او موثرو پروژو د تطبیق ژمنه وکړه.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS