د ننګرهار دکرنې ریاست: نباتي درمل او کیمیاوي سرو پلورونکو ټولنو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
Wed, Aug 09 2023 11:23 AM
د ننګرهار دکرنې ریاست: نباتي درمل او کیمیاوي سرو پلورونکو ټولنو مسؤلینو سره د همغږۍ ناسته ترسره شوه

د ننګرهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست اړوند د بوټو ساتني مدیریت مسؤلینو د نباتي درمل او کیمیاوي سرو ټولنو مسؤلینو سره د کرنې وزارت د لوایحو، طرزالعملونو او لارښونو د ښه تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته ترسره کړه.
د ننګرهار دکرنې ریاست د بوټو ساتنې  مدیر سیدکریم الله پاچا د ټولنې چارواکو او غونډې ګډون والو ته د ښه راغلاست تر څنګ د کرنې وزارت څخه رالېږل شوې لارښونو دښه تطبیق په موخه معلومات د ټولنې مسؤلینو ته  وړاندې کړ، چې د ټولنې د مسؤلینو له لورې د عملي کولو په برخه کې د هر راز همکاریو ډاډ وکړل شو.
دغه راز نباتي درمل او کیمیاوي سرو پلورونکو ته د جوازونو د اخیستلو،  په نباتي درملتونونو کې د مسلکي کسانو ګمارلو، د باکیفیته نباتي درملو او کیمیاوي سرو د پلورلو، د بوټو ساتنې د لېږل شوي فارمټ مطابق د درملو لیست کولو او په پلورنځيو کې د ځړولو سپارښتنې وشوې. 
دهمدارنګه د ټولنو مسولینو هم خپلې ستونزې او وړاندیزونه د بوټو ساتنې مدیریت مسؤلینو سره شریکې کړې.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS