ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو پلاوي کړنې

mail-admin
Wed, Aug 09 2023 11:25 AM
ننګرهار کې د ځمکې غصب مخنیوي او غصب شویو ځمکو بېرته راګرځولو پلاوي کړنې

د ننګرهار مرستيال والي مولوي سعيد احمد بنوري په مشرۍ د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي مشر او د ننګرهار د کرنې رییس مولوي عبدالستار محمد او غړو يې د بټي کوټ امبارخانې سيمه کې تثبيت شوې امارتي ځمکې څخه لیدنه وکړه.
يادو مسئولينو او تخنيکي ټيم په سيمه کې ځايي خلکو ته د اسنادو او نقشو په ښودلو سره شاوخوا ۸۰۰ جريبه ځمکه چې دوی ورشو ياڅړ ځای يادوه د سيند بستر او يوه برخه يې امارتي کرنيزه ځمکه تثبيت کړه.
د ولايت مرستيال د اسنادو او شواهدو په ليدنې سره ياده ځمکه امارتي وبلله او د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي ته يې د اصولو له مخې د اجراتو سپارښتنه وکړه.
د غصب مخنيوي تخنيکي پلاوي مشر مولوي عبدالستار محمد وويل، چې په دې سيمه کې يې ۲۰۴ جريبه ځمکه د داوطلبۍ په ترڅ کې په قرارداد ورکړې او د نورې ځمکې رغونې او ورڅخه د ګټې اخيستنې په موخه اصولي اجرات کوي.
باید وویل شي، چې د ننګرهار ولایت د ځمکې د غصب مخنیوی او غصب شویو ځمکو د بېرته راګرځولو کمېټه تر دې دمه په دې ولایت کې د ډېرو ځمکو د غصب مخه نیولی او ترڅنګ یې ډېر غصب شوي ځمکې بېرته راګرځولي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS