د کرنې وزیر د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې د اوبولګولو له یوه کانال څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Sun, Aug 06 2023 3:01 PM
د کرنې وزیر د ننګرهار په کوټ ولسوالی کې د اوبولګولو له یوه کانال څخه لیدنه وکړه

١۵ زمری ۱۴۰۲ه‍.ش
١۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۵ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاالله عمري ننګرهار ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې د ننګرهار ولایت په کوټ ولسوالی کې، د اوبو لګولو د یوه کانال له کار څخه لیدنه وکړه، چې د جاپان د خلکو له خوا جوړېږي.
دغه کانال د ننګرهار د کوټ ولسوالی د جاپان د خلکو په مرسته د ۹۱۹زره امريکايي ډالرو په لګښت جوړېږي او په ګټې اخيستنې سره به يې څه باندې ٥٧٠ هکتاره ځمکه په دايمي ډول خړوبه شي.
په دې پروژه کې ۴.۳ کیلومتره کانال، دوه کیلومتره استنادي دېوال، د ۸۳ زره متر مکعب اوبو په ظرفیت چک بند او د دوه نیم زره متر مکعبه اوبو په ظرفیت د اوبو دایمي زیرمه شامل دي، چې وچې او شاړې دښتې په کرنیزو ځمکو د بدلولو په پار پلي کېږي.
ټاکل شوې، چې دغه پروژه د کار له بشپړېدو وروسته د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت ته وسپارل شي.

بازدید وزیر زراعت از یک کانال آبیاری در ولسوالی کوت ننگرهار 
۱۵ سرطان ۱۴۰۲ هـ.ش
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری در جریان سفر به ولایت ننگرهار از  جریان کار یک کانال آبیاری ساخته شده توسط مردم چاپان در ولسوالی کوت ولایت ننگرهار بازدید کرد.
این کانال به هزینه نه صد و نوزده هزار دالر با حمایت مردم چاپان در ولسوالی کوت ننگرهار ساخته می شود که با بهره برداری از آن بیش از 570 هکتار زمین به گونه دایمی آبیاری می‌شود.
این پرو ژه شامل  ۴.۳ کیلومتر کانال، دو کیلو متر دیوار استنادی، چکدمی با ظرفیت ۸۳ هزار متر مکعب آب و ذخیره گاهی دایمی آب  با ظرفیت دو نیم هزار متر مکعب آب می باشد که به منظور تبدیل نمودن دشت های خشک به زمین‌های زراعتی تطبیق می شود.
قرار است این پروژه پس از تکمیل کار به وزارت زراعت، آبیاری و مالداری سپرده شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS