د کونړ ولایت له سیمه ییزو چارواکو او مخورو سره د کرنې وزیر لیدنه

mail-admin
Sat, Aug 05 2023 9:51 AM
د کونړ ولایت له سیمه ییزو چارواکو او مخورو سره د کرنې وزیر لیدنه

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاء الله عمري او ورسره مل پلاوي د یوې ناستې په ترڅ کې د کونړ ولایت له سیمه ییزو چارواکو، ولسوالانو، مشرانو او سیمه ییزو مخورو، سوداګرو او صنعتکارانو سره وکتل او د دوی ستونزې او وړاندیزونه یې واورېدل.
دغه غونډه، چې د کونړ والي مولوي قدرت الله ابو حمزه په شتون کې د کونړ ولایت د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، طبیعي سرچینو او ځمکو د عمومي وضعیت په اړه د بحث په موخه جوړه شوې وه، د کرنې وزیر مولوي عطاء الله عمري د کونړ ولایت له سوداګرو او صنعتکارانو څخه و، غوښتل چې د افغانستان د ځان بسیاینې په پار دې هلې ځلې وکړي:
 « له نېکه مرغه موږ سیاسي اشغال ته په ماتې ورکولو بریالي شو او اشغال مو ختم کړ. خو اوس زموږ هېواد له اقتصادي اشغال سره مخ دی او زموږ د هېواد د اړتيا وړ ډېر توکي له بهر څخه واردېږي او زموږ ټولې پيسې او پانګه له هېواده بهر وړل کېږي، نو راځئ چې لاسونه سره ور کړو تر څو خپل هېواد له يوه وارداتي هېواد څخه په صادروونکي هېواد بدل کړو».
په ورته وخت کې د کرنې وزیر په دې ناسته کې د ځنګلونو پر جدي ساتنې ټینګار وکړ او زیاته یې کړه:
 «په هيڅ ډول چاته د ځنګلونو د پرې کولو اجازه نه ورکوو، ځکه دا ځنګلونه او طبيعي سرچينې اساس دي، نو له چارواکو، سيمه ييزو مخورو، د ځنګلونو د ساتنې له ټولنې، ځايي اوسېدونکو او د کرنې له کارکوونکو څخه غوښتنه کوو چې د ځنګلونو د پرې کولو مخه ونيسي او دا زموږ ټولو دنده ده. البته دا زموږ دنده ده چې د هغو سیمو بیا رغونه وکړو چې ځنګلونه یې پرې شوي، موږ کار کوو او هغه نیالګي چې د کرنې وزارت په قوریو کې دي په کومو ځایونو کې، چې ځنګلونه پرې شوي دي کښېنو يې.».
دغه راز په دې کتنه کې ښاغلی عمري د کرنې، اوبولګولو، مالدارۍ، طبیعي سرچینو او ځمکو چارو په برخو کې د کرنې وزارت د پلانونو یادونه هم وکړه او د هغو په پلي  کولو کي یی د کونړ ولایت د سیمه ییزو چارواکو او مخورو د همکارۍ غوښتنه وکړه.
په ورته وخت کې د  غونډې ګډونوالو په بېلابېلو برخو کې خپل وړاندیزونه، ستونزې او غوښتنې مطرح کړل او د حل په موخه یې د اسلامي امارت د رهبرۍ او د کرنې وزارت د پاملرنې غوښتنه وکړه، چې د کرنې وزیر لخوا ورته د حل ډاډ ورکړل شو.
په دې کتنه کې د کونړ، لغمان او ننګرهار د کرنې رییسانو، د ننګرهار د کانال رییس، د ځنګلونو د تنظیم رییس، د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس، د کرنې،  وزارت د مقام سلاکار  هم حضور درلود.

دیدار وزیر زراعت با مسوولان و متنفذین محلی ولایت کنر 
مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت، آبیاری و مالداری و ه‍یئت همراه‌شان با مسوولان محلی، ولسوالان، بزرگان و متنفذین محلی، تجار و صنعت کاران ولایت کنر طی نشستی دیدار کرده و مشکلات و پیشنهادات شأن را استماع نمود. 
این نشست که با حضور داشت مولوی قدرت الله ابو حمزه والی کنر به منظور بحث روی وضعیت کلی زراعت، آبیاری، مالداری، منابع طبیعی و اراضی  ولایت کنر در مقام ولایت کنر برگزار شده بود مولوی عطاءالله عمری وزیر زراعت از تجار و صنعت کاران ولایت کنر خواست جهت رسیدن افغانستان به خودکفایی تلاش نمایند « خوشبختانه ما در بخش شکست اشغال سیاسی موفق شدیم و اشغال را خاتمه بخشیدیم؛  اما حالا کشور ما با اشغال اقتصادی مواجه هست و بیشتر  اقلام مورد نیاز‌ کشور ما از خارج وارد می‌شود و تمام پول و سرمایه ما به خارج از کشور برده می‌شود پس بیاید دست بدست هم بدهیم تا کشور خود را از یک کشور وارداتی به کشور صادراتی تبدیل نماییم».
 در عین حال وزیر زراعت در این نشست تاکید بر حفاظت جدی از جنگلات کرده افزود « به هیچ وجه اجازه نمی دهیم که کسی جنگلات را قطع کند چون این جنگلات و منابع طبیعی اساس است بنا از مسوولان، متنفذین محلی، انجمن‌های حفاظت از جنگلات، باشنده‌گان محل و کارمندان زراعت می‌خواهیم که از قطع جنگلات جلوگیری نمایند و این وظیفه همه ما است البته  احیای آن مقدار از ساحاتی که جنگلات قطع شد وظیفه ما است که ما کار می‌نماییم و نهال‌های که در قوریه‌های وزارت زراعت وجود دارد در آن‌جاها غرص می‌نماییم».
آقای عمری همچنان در این نشست از برنامه‌های وزارت زراعت در بخش‌های زراعت، آبیاری، مالداری، منابع طبیعی و ارضی یاد کرده خواستار همکاری مسوولان و متنفذین محلی ولایت کنر جهت تطبیق آن شد.
در همین حال حاضرین مجلس پیشنهادات، مشکلات و درخواست‌های خود را در بخش‌های مختلف بیان کرده و خواستار توجه رهبری امارت اسلامی و وزارت زراعت جهت حل مشکلات‌شان شدند که از سوی وزیر زراعت برایشان اطمینان حل مشکلاتشان داده شد.
در این نشست روئسای زراعت ولایت‌های کنر، ننگرهار، لغمان، رییس کانال ننگرهار، رییس تنظیم امور جنگلات، رییس اطلاعات و آگاهی عامه و مشاور مقام وزارت زراعت نیز حضور داشتند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS