دکرنې وزارت مسلکي مرستيال د اسپارک نړيوالې مؤسسې له رييس سره وکتل

mail-admin
Wed, Jun 29 2022 8:54 PM
دکرنې وزارت مسلکي مرستيال د اسپارک نړيوالې مؤسسې له رييس سره وکتل


۸ چنګاښ ۱۴۰۱ ه‍.ش
۳۰ ذوالقعده ۱۴۴۳ ه‍.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مسلکي مرستيال مولوی صدراعظم، د خپل کار په دفتر کې د SPARK نړيوالې مؤسسې رييس يانيک ډوپونټ سره په کتنه کې د کرنيزو فعاليتونو پر پرمختګ خبرې وکړې.
په دې کتنه کې ښاغلی صدر اعظم په افغانستان کې د پانګونې په غورو زمينو خبرې وکړې او ويې ويل، چې دکرنې وزارت، د کرنې او مالدارۍ په برخه کې د پانګونې په پار پانګوالو ته هر اړخيزې اسانتياوې برابروي ترڅو پانګوال په ډاډه زړه پانګونه وکړي.
 دغه راز د يادې مؤسسې ريیس د اسپارک مؤسسې د فعاليتونو په هکله خبرې وکړې او ويې ويل":د سپارک مؤسسه اوسمهال د منځنۍ اسيا په ۱۵ هېوادونو کې فعاليت کوي. په دې وروستيو کې مو پرېکړه وکړه، چې په افغانستان کې هم خپل فغاليتونه پيل کړو، د افغانستان د اوسني حالت د ارزونې په پار، زموږ بهرني پلاوی افغانستان ته راغلي و. ياد پلاوی ددې سفر په ترڅ کې د بېلابېلو دولتي ادارو، د کورنيو او بهرنيو مؤسسو او خصوصي سکټور له استازو سره غونډې درلودې، اوس راغلي يو چې له نږډې خبرې وکړو او خپل کار پيل کړو".

 

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS