د هلمند د کرنې رياست بزګران د دوديزې کرکېلې پر ځای عصري کرکېله کوي

content_admin
Mon, Apr 05 2021 4:02 PM
د هلمند د کرنې رياست بزګران د دوديزې کرکېلې پر ځای عصري کرکېله کوي

۱۶ وری ۱۴۰۰
هلمند چې د هېواد په کچه د سبو او بېلابېلو نباتاتو د موسمي فصل له مخې مشهور ولايت دى، په دې وروستیو کې بزګرو سره د شنوخونو جوړولو په برخه کې لازمې مرستې شوې او ترڅنګ یې په دې برخه کې یوشمېر بزګران روزل شوي دي، چې په ترڅ کې یې تر ډېره د دودیزې کرکېلې بڼه په عصري کرنې اوښتې ده.  دا مهال ددې ولايت بزګر خوښ دي، چې د شنوخونو د جوړېدو له بركته د ژمي او د کال په ټولو موسمونو کې هم کولای شي، چې د سبو او ترکاریو کرکېله وکړي او ددې ولایت د اړتیا پوره کولو ترڅنګ یې نورو ګاونډو ولایتونو ته هم صادر کړي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وایي، چې ددې ولایت په مرکز لښکرګاه، ناوې، ګرمسېر، نادعلي او نهرسراج ولسوالیو کې بزګرو ته پلاستیکي تونلونه رغول شوي، ددې تر څنګ د خصوصي سکټور په مټ ګڼو بزګرو پخپلو ځمکو کې شنې خونې جوړې کړي دي.
هلمند کې د کرکیلې لپاره د شنوخونو او پلاستیکي تونلونو له دودیدو سره سم د بزګرو کرنیز کارونه غوړېدلي دي، او له بلې خوا هلمندیان چې تېر وخت به یې یوازې د ګرمۍ په موسم کې سابه په بازارونو کې موندل، اوس یې د کال هر فصل کې په خپل ولایت کې موندلی او خوړلئ شي.
دمګړۍ د سبو بېلابېل ډولونه د هلمند په شنو خونو او پلاستیکي تونلونو کې راټوکېدلي، چې ډېر ژر به يې حاصلات د یاد ولایت د ښار په نږدې ټولو هټیو کې وليدل شي.
زلمی الکو وايي، چې د شنوخونو او پلاستیکي تونلونو  په جوړېدو سره د سبو کرکیلې نوې بڼه خپله کړې، چې بزګران هم له نویو هیلو سره دغه کار ته مخه کړې ده.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS