بادغیس کې د زعفرانو حاصلات دوه چنده شوه

mail-admin
Mon, Feb 01 2021 3:17 PM
حاصلات زعفران بادغیس دو برابر شد

۱۳سلواغه ۱۳۹۹
د بادغیس د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست وایي، چې ددې ولایت د زعفرانوسږني حاصلاتو دوه چنده زیات شوي دي.
د بادغیس د کرنې ریاست د شمېرو له مخې تېر کال ددې ولایت په ۵۳ جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې ۵۷ کیلو ګرامو ته ورسېد، خو د روان لمریز کال په ترڅ کې د کرنې ریاست او همکارو موسسو له خوا د ترویجي او پراختیایي پروګرامونو په لاره اچولو سره ددې ولایت په ۷۹ جریبه ځمکه کې زعفران کرل شوې وه، چې د حاصلاتو کچه یې ۱۰۷ کیلوګرامو ته رسېدلی دی.
د بادغیس د کرنې ریاست دغه راز زیاتوي، چې سږکال په دې ولایت کې د زعفرانو ۱۳ ننداریزې کروندې هم جوړې شوې وې. ددغو ننداریزو قطعو د جوړولو په پار د زعفرانو پنځه زره کیلو ګرامه پیاز پېرل شوې وه او پر ۱۳ بزګرانو وېشل شوې و.
د بادغیس په ولایت کې د زعفرانو کرکېله له ۱۳۹۴ ام کال څخه پیل شو او دمګړۍ ددې ولایت د زعفران کارو بزګرانو شمېر ۲۷۵ ته رسېدلي دي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS