هلمند کې پر ۱۷ زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

content_admin
Sun, Nov 08 2020 2:07 PM
هلمند کې پر ۱۷ زره بزګرانو د غنمو د اصلاح شويو تخمونو د وېش لړۍ پیل شو

۱۸ لړم ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست ددې ولایت پر بزګرانو د غنمو د اصلاح شویو تخمونو د وېش لړۍ پیل کړی دی.
په دې لړۍ، کې د هلمند ولایت په کچه پر ۱۷ زره بزګرانو د غنمو ۸۵۰ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو ایي، چې په دې لړۍ کې پر ۱۷ زره بزګرانو پر هر یوه بزګر ۵۰ کیلو ګرامه اصلاح شوي تخمونه وېشل کیږي، چې په پایله کې یې ددې ولایت په ۳۴ زره جریبه ځمکه کې به د غنمو اصلاح شوي تخمونه وکرل شي.
دغه تخمونه د سبسایډي په ډول ویشل کیږي، چې ۶۰ سلنه لګښت یې د کرنې وزارت او ۴۰ سلنه نور لګښت یې برخمن شوي بزګران پرې کوي.
تمه داده، چې ددغو اصلاح شویو تخمونو په وېش سره به په راتلونکی کال ددې ولایت د غنمو دحاصلاتو کچه د پام وړ ډېر شي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS