خوست کې پر څه باندې شپږ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي

mail-admin
Mon, Nov 02 2020 3:03 PM
خوست کې پر څه باندې شپږ زره بزګرانو د غنمو اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي


۱۲ لړم ۱۳۹۹
د خوست دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا د بزګرانو د ملاتړ او د غنمو د حاصلاتو د زیاتوالي په پار په روان مالي کال کې ددې ولایت په شپږ زره او ۷۵۰ بزګرانو د غنمو څه باندې ۳۳۷ مټریک ټنه اصلاح شوي تخمونه وېشل شوي دي.
د خوست د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې پر دغو  بزګرانو  د غنمو د اصلاح شوي تخمونو په وېش سره ددې ولایت په ۱۳زره او ۵۰۰ جریبه ځمکه د غنمو اصلاح شوي تخمونه کرل شوي و، چې ددې ولایت د غنمو د حاصلاتو په زیاتوالي کې رغنده رول درلود.
دغه راز ټاکل شوې، چې روان کال پر یوشمېر نورو بزګرانو د غنمو ۳۲۶ مټریک ټنه نور اصلاح شوي تخمونه هم ووېشل شي.
دغه اصلاح شوي تخمونه په دې ولایت کې د غنمو د حاصلاتو د لوړوالي او د بزګرانو د ملاتړ په موخه وېشل شوي دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS