هلمند کې د املوکو بڼونه په پراخېدو دي

mail-admin
Sat, Oct 10 2020 5:31 PM
هلمند کې د املوکو بڼونه په پراخېدو دي


۱۹ تله ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو اومالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د هلمند په ولایت کې د نورو ارزښت لرونکو مېوو ترڅنګ د املکو بڼونه هم کال تر بلې په پراخېدو دي.
د هلمند د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس زلمی الکو وویل، دوی هلې ځلې کوي چې په دې ولایت کې د کوکنارو د کرکېلي د مخنیوي په پار بزګرانو ته نوی ارزښت لرونکي کرنیزې توکي ور وپېژنې.
ښاغلي الکو وويل، په همدې موخه ددې ولایت په څېړنیز فارم کې د املوکو، کېلې، نارنجو او لیمو نیالګې اېښودل شوي او پرې څېړنیې شوي دي. ښاغلی الکو زیاته کړه، چې له دې ډلې د املوکو بڼونه کال تر بلې په پراخېدو ده او ځمکوال او بڼوال په خپلو ځمکو کې املوکو بڼونو جوړولو ته لېوال شوي دي.
هغه زیاته کړه، چې ددې ولایت د مېوه لرونکو نیالګیو روزنې ټولنې له خوا نږدې پنځه زره د املوکو نیالګي چمتوشوي دي، چې سږکال به په ۵۰ جریبه ځمکه کې کېښودل شي.
باید وویل شي، چې د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست په دې ولایت کې د بزګرانو د ملاتړ او د کوکنارو د کرکېلي د بدیل پیداکولو په پار تل هلې ځلې کوی او په دې برخه کې یې ګڼ شمېر بریالي پروګرامونه پلي کړي دي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS