د کرنې وزارت سرپرست د کوچیانو چارو سمون له رییس سره په کتنه کې: کوچیانو لپاره د ښو چوپړونو د وړاندې کولو زمینې وارزول شوې

content_admin
Thu, Oct 01 2020 9:13 AM
د کرنې وزارت سرپرست د کوچیانو چارو سمون له رییس سره په کتنه کې: کوچیانو لپاره د ښو چوپړونو د وړاندې کولو زمینې وارزول شوې
۹ تله ۱۳۹۹
د کرنې وزارت سرپرست او نوماند وزیر ډاکټر انوارالحق احدي دخپل کار په دفتر کې د کوچیانو چارو د سمون له رییس استاد حبیب‌الرحمن سره وکتل.
په دې لیدنه کې د کوچیانو چارو د سمون رییس د کرنې وزارت له سرپرست څخه وغوښت، چې د څړځایونو اړوندو قوانینو او پروژو په پلي کولو کې دې کوچیان هم دخیل شي.
استاد حبیب‌الرحمن دغه راز دمالدارۍ په برخه کې کوچیانو لپاره د ښو چوپړونو د وړاندې کولو غوښتنه هم وکړه.
ددې خبرو اترو په لړ کې د کرنې وزارت سرپرست ژمنه وکړه، چې هلې ځلې کوي ترڅو د پروژو له لارې د کوچیانو اړتیاوې پوره او د دوی لپاره غوره چوپړونه وړاندې کړي.
باید وویل شي، چې د کرنې وزارت د خلکو په کډون د کرنې او مالدارۍ برنامې «CLAP»له لارې د مالدارۍ په برخه کې په ځانګړ توګه د کوچیانو دمالدارۍ د وضعیت د ښه کولو په پار فعالیت کوي.

Latest news

Sat, Oct 21 2023 10:33 AM
Background image

د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار د ننګرهار کانال شرکت هڅې 

٢٩ تله ۱۴۰۲ه‍.ش
٦ ربیع‌الثاني ۱۴۴۵ ه‍.ق                                                       
د ننګرهار کانال رياست چارواکي وایي، چې د یاد شرکت د زيتونو حاصلاتو لوړولو په پار هڅې ګړندي. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

BACK TO NEWS