هلمند کې یوشمېر کرنیزو ټولنو سره مرستې وشوې

content_admin
Sun, Sep 27 2020 2:17 PM
هلمند کې یوشمېر کرنیزو ټولنو سره مرستې وشوې
۶ تله ۱۳۹۹
د هلمند دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له خوا په دې ولایت کې لسګونه کرنیزې ټولنې جوړې شوي دي، ترڅو بزګرانو او مالدارانو سره یوځای د کرنې د ودې او پراختیا په برخه کې فعالیتونه له همدې لارې په منظمه توګه تر سره شي.
د هلمند دکرنې رییس زلمی الکو وایي، چې په دې ولایت کې د خصوصي سکټور د ودې او پراختیا په پار هلې ځلې کیږي او په همدې موخه د بدیل معیشت یا مرسي کورپ پروګرام په همکارۍ پنځو کرنیزو ټولنو سره د دوی د اړتیا وړ توکي مرستې وشوې.
ښاغلی الکو وویل، چې «د هلمند د سبو او تازه مېوو سوداګرو ټولنه،د هلمند د مېوه لرونکو نیالګیو روزلو ټولنه، د کروندګرو ټولنه، د هلمند د شنوخونو روزلو ټولنه او د بست د اصلاح شویو تخمونو تولیدي کمپنۍ» سره د بېلابېلو توکو مرسته وشوه.
په یادو توکو کې دفتري او ترانسپورتي توکي شامل دي، چې تر ډېره به د یادو ټولنو د ورځنیو چارو په بهبود کې د پام وړ اسانتیاوې رامنځته کړي.

Latest news

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

Mon, Aug 09 2021 12:36 PM
Background image

Three vegetable and fruit processing centers equipped in Balkh

Asad 18: August 9, 2021
Balkh Directorate of Agriculture, through a program to support to national priority program 2, with joint investment of 30% of the private sector and 70% of the. . .

BACK TO NEWS