پکتیکا کې یوشمېر بزګرانو ته د مېوو او سبو وچولو ۲۳ لمریز ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
Thu, Nov 26 2026 12:51 PM
پکتیکا کې یوشمېر بزګرانو ته د مېوو او سبو وچولو ۲۳ لمریز ماشینونه ووېشل شول

٥ لیندۍ ۱۴۰۵ هـ.ش
١٥ جُمَادَى الثانی ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر  مؤسسې په چوکاټ کې د دغه ولایت په مرکز ښرنه او خیرکوټ ولسوالی کې ۲۳ بزګرانو ته د مېوو او سبو وچولو لمریز ماشینونه وېشلي دي.
یاده پروژه، چې په افغانستان کې د زیانمنو ټولنو د معیشت د ښه‌والي او د زیانمنو وګړو د ظرفیت لوړولو په موخه پلې کېږي، د خپلو فعالیتونو په لړ کې یې دا ځل د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، پروسس او بازارموندنې د پراختیا په موخه له بزګرانو سره مرسته کړې ده.
د یاد پروګرام له مخې، په لومړي پړاو کې په مرکز ښرنه او خیرکوټ ولسوالی کې ۲۳ بزګرانو ته د مېوو او سبو وچولو ماشینونه وېشل شوي او ټاکل شوې ده، چې په راتلونکو ورځو کې پاتې ۳۷ ماشینونه د یوسف‌خېلو او اورګون ولسوالیو اړوندو بزګرانو ته هم ووېشل شي، چې په دې سره به په ټولیز ډول ۶۰ بزګران له دغو وسایلو برخمن شي.
د معلوماتو له مخې، د یادو  ماشینونو ټولیزه بودیجه یو میلیون، اووه سوه پنځه اتیا زره افغانۍ ده، چې د هر ماشین بیه ۲۹ زره او ۷۵۰ افغانۍ کېږي.
د دغو ماشینونو د وېش اساسي موخه د کرنیزو محصولاتو د ساتنې، پروسس او بازارموندنې په برخه کې د بزګرانو د ظرفیت لوړول دي. د لمریزو ماشینونو په مرسته به بزګران وکولای شي د مېوو او سبو د حاصلاتو د زیاتوالي پر مهال خپل اضافي محصولات وچ او د اوږدې مودې لپاره وساتي.
د دغو وسایلو په کارولو سره به د کرنیزو محصولاتو د خرابېدو او ضایع کېدو مخه ونیول شي او بزګران به وکولای شي خپل وچ شوي محصولات د بازار د اړتیاوو او مناسبو بیو له مخې په مناسب وخت کې وپلوري.
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر» د دغه نوښت ارزښت مهم وباله او ویې ویل، چې د کرنیزو محصولاتو د پروسس او ساتنې لپاره د عصري وسایلو برابرول د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا، د حاصلاتو د ضایعاتو کمولو او د کرنیزو محصولاتو د ارزښت لوړولو په برخه کې مهم رول لري.
نوموړي د همکارې مؤسسې له مرستو او همکاریو مننه وکړه او له بزګرانو یې وغوښتل چې له ورکړل شویو وسایلو څخه په اغېزمنه او دوامداره توګه ګټه واخلي.
بلخوا، د یادو مرستو ترلاسه کوونکو بزګرانو د سولر ډرایر ماشینونو له وېش څخه خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې د دغو وسایلو په مرسته به وکولای شي خپل اضافي کرنیز محصولات له ضایع کېدو وژغوري، د ساتنې موده یې زیاته او په مناسب وخت کې یې بازار ته وړاندې کړي. هغوی د پکتیکا د کرنې ریاست او TLO مؤسسې له همکارۍ څخه مننه وکړه.
د کرنیزو محصولاتو له راټولولو وروسته د هغو ساتنه، پروسس او بازار ته پر وخت وړاندې کول د کرنې د اقتصادي ودې له مهمو برخو څخه دي. هر کال د مېوو او سبو د حاصلاتو د زیاتوالي پر مهال د مناسبو ساتنځایونو او پروسس اسانتیاوو د نشتوالي له امله د پام وړ کرنیز محصولات خرابېږي او ضایع کېږي. د سولري وچوونکو ماشینونو کارول د دې ستونزې د کمولو، د محصولاتو د ساتنې مودې د اوږدولو، د هغوی د ارزښت لوړولو او بزګرانو ته د عاید د نوو فرصتونو د برابرولو یوه اغېزمنه لاره ده.
تمه ده، چې د دغه پروګرام په بشپړېدو سره به د پکتیکا په مرکز ښرنه، خیرکوټ، یوسف‌خېلو او اورګون ولسوالیو کې ۶۰ بزګران د مېوو او سبو د وچولو او پروسس له اسانتیاوو برخمن شي او په دې سره به د کرنیزو محصولاتو د ضایعاتو په کمولو، د بزګرانو د عاید په زیاتوالي او د سیمه‌ییز اقتصاد په پیاوړتیا کې مثبت رول ولوبول شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS