د پکتیکا دوو ولسوالیو کې ۷۰ مالدارانو ته د لبنیاتو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول

mail-admin
Sat, Nov 14 2026 9:46 AM
د پکتیکا دوو ولسوالیو کې ۷۰ مالدارانو ته د لبنیاتو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول

د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ، د اړیکو دفتر مؤسسې له لوري د پکتیکا ولایت په دوو ولسوالیو اورګون او خیرکوټ کې، ۷۰ مالدارانو ته د شېدو د پروسس او لېږد اړین وسایل ووېشل شول.
د یادې مرستې په لړ کې هرې مستحقې مالدارې کورنۍ ته د لبنیاتو د پروسس، راټولولو او لېږد په موخه دوه د ګاز سلنډرونه، یوه د ګاز بخارۍ، پنځه د شېدو د راټولولو لوښي، دوه د پخلي دیګونه، یوه د مستو او کوچو جوړولو ماشین (چرڼۍ)، دوه د شېدو د لېږد لوښي، پنځه د شېدو د چاڼولو سیمي جالۍ، څلور د شېدو د ګډولو وسایل، دوه بوتله د لاسونو ضدعفوني مایع او دوه بستې ماسکونه ورکړل شوي دي.
د یادو وسایلو د وېش بهیر د پکتیکا ولایت د اقتصاد ریاست او د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د استازو او همکارانو په حضور کې ترسره شو.
د دې مرستې اساسي موخه د مالدارانو د کاري وړتیا لوړول، د لبنیاتو د پروسس او لېږد بهیر اسانه کول، د شیدو او لبنیاتو د کیفیت ښه‌والی او د زیانمنو کورنیو د اقتصادي وضعیت پیاوړتیا ده.
تمه ده، چې د یادو وسایلو په کارولو سره به په اړوندو سیمو کې د لبنیاتو د پروسس او بازار ته د لېږد فعالیتونه پراخ، د مالدارانو عواید زیات او د هغوی د اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره به لا زیاتې اسانتیاوې برابرې شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS