ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي

mail-admin
Tue, Oct 27 2026 10:31 AM
ننګرهار کې د سرو املوکو حاصلات څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي

۵ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست د هڅو او بڼوالو ته د کرنیزو سپارښتنو په پایله کې، سږ کال په شپږو ولسوالیو کې د سرو املوکو حاصلات د تېر کال په پرتله څه باندې ۱۲ سلنه زیات شوي دي.
د معلوماتو له مخې، سږ کال د کامې، اچین، کوزکونړ، سره رود، خوږیاڼو او نازیانو ولسوالیو پر ۸۷۸.۵ جریبه ځمکه د سرو املوکو بڼونه شتون لري، چې حاصلات یې ۱۶۰۴ مټریک ټنه اټکل شوي دي.
تېر کال په یادو ولسوالیو کې پر ۸۳۳ جریبه ځمکه د سرو املوکو بڼونه موجود وو، چې له هغو څخه ۱۴۲۶.۲۶۵ مټریک ټنه حاصل ترلاسه شوی و. سږ کال د بڼونو په مساحت او حاصلاتو دواړو کې زیاتوالی راغلی، چې د بڼوالۍ د ودې او د کرنیزو چارو د ښه والي څرګندونه کوي.
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي عبدالستار محمد وایي، د سرو املوکو په حاصلاتو کې د زیاتوالي مهم لاملونه بڼوالو ته پر وخت روزنه، عامه پوهاوی او د بڼونو د سم مدیریت په اړه د کرنیزو سپارښتنو وړاندې کول دي. نوموړي زیاته کړه، د ولسوالیو د ترویج کارکوونکي په بېلابېلو برخو کې له بڼوالو سره تخنیکي همکارۍ کوي، څو د کرنیزو اصولو په مراعتولو سره خپل حاصلات لوړ کړي.
د نوموړي په وینا، د کرنې ریاست د مېوو څېړنیز مرکز له لوري بڼوالو ته د لوړ حاصل لرونکو او ښو نوعو معرفي کول او د هغو د کرکېلې سپارښتنه هم د حاصلاتو په زیاتوالي کې مهم رول لري.
د ننګرهار د کرنې ریاست هڅه کوي، چې د بڼوالۍ د ودې، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او کمیت د لوړولو او بڼوالو ته د مسلکي لارښوونو د وړاندې کولو له لارې کرنیز تولیدات زیات او د بڼوالو اقتصادي وضعیت لا پیاوړی کړي.


افزایش بیش از ۱۲ درصدی حاصلات املوک سرخ در ننگرهار
۵ عقرب ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ جمادی‌الاول ۱۴۴۸ هـ.ق
در نتیجه تلاش‌های ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار و ارائه توصیه‌های زراعتی به باغداران، حاصلات املوک سرخ در شش ولسوالی این ولایت در سال جاری، در مقایسه با سال گذشته، بیش از ۱۲ درصد افزایش یافته است.
بر اساس معلومات ارائه‌شده، در سال جاری باغ‌های املوک سرخ در ولسوالی‌های کامه، اچین، کوزکنر، سره‌رود، خوگیانی و نازیان در مساحت ۸۷۸.۵ جریب زمین وجود دارد که میزان حاصلات آن ۱۶۰۴ تُن متریک پیش‌بینی شده است.
در سال گذشته، در ولسوالی‌های یادشده باغ‌های املوک سرخ در مساحت ۸۳۳ جریب زمین موجود بود که از آن ۱۴۲۶.۲۶۵ تُن متریک حاصل به دست آمده بود. امسال هم مساحت باغ‌ها و هم میزان حاصلات افزایش یافته است که نشان‌دهنده رشد باغداری و بهبود فعالیت‌های زراعتی در این بخش می‌باشد.
مولوی عبدالستار محمد رئیس زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار می‌گوید که آموزش به‌موقع باغداران، افزایش آگاهی عامه و ارائه توصیه‌های زراعتی درباره مدیریت درست باغ‌ها از عوامل مهم افزایش حاصلات املوک سرخ به شمار می‌روند. به گفته وی، کارمندان ترویج زراعتی ولسوالی‌ها در بخش‌های مختلف با باغداران همکاری‌های تخنیکی می‌کنند تا آنان با رعایت اصول زراعتی، حاصلات خود را افزایش دهند.
وی همچنان افزود که معرفی و توصیه به کشت انواع مرغوب و پُرحاصل از سوی مرکز تحقیقاتی میوه ریاست زراعت نیز در افزایش حاصلات نقش مهمی داشته است.
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت ننگرهار تلاش می‌کند از طریق توسعه باغداری، بهبود کیفیت و کمیت محصولات زراعتی و ارائه رهنمودهای مسلکی به باغداران، میزان تولیدات زراعتی را افزایش داده و وضعیت اقتصادی باغداران را تقویت کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS