خوست کې د املوکو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي؛ سږ کال یې تولید ۳۴۲ ټنو ته رسېږي

mail-admin
Mon, Oct 26 2026 9:10 AM
خوست کې د املوکو حاصلات ۱۰ سلنه زیات شوي؛ سږ کال یې تولید ۳۴۲ ټنو ته رسېږي

۴ لړم ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۴ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د معلوماتو له مخې، په دغه ولایت کې د روان ۱۴۰۵ لمریز کال پر مهال د املوکو په حاصلاتو کې د تېر کال په پرتله نږدې ۱۰ سلنه زیاتوالی راغلی، چې له مخې یې د دغې مېوې ټولیز تولید شاوخوا ۳۴۲ ټنو ته رسېږي.
د یاد ریاست د معلوماتو له مخې، په تېر ۱۴۰۴ لمریز کال کې د خوست ولایت په ۳۴۵ جریبه ځمکه کې د املوکو له بڼونو څخه شاوخوا ۳۱۱ ټنه حاصلات ترلاسه شوي وو، خو سږ کال له همدې اندازې ځمکې څخه د املوکو د حاصلاتو کچه شاوخوا ۳۴۲ ټنو ته رسېږي، چې د تېر کال په پرتله ۳۱ ټنه زیاتوالی ښيي.
د دغو شمېرو له مخې، په خوست ولایت کې د املوکو د کرکېلې د سیمې له زیاتوالي پرته د حاصلاتو په کچه کې نږدې ۱۰ سلنه وده راغلې، چې د ځمکې د تولیدي وړتیا او د مېوو د تولید له پلوه یو مثبت پرمختګ بلل کېږي.
د خوست د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست چارواکي وایي، چې د کرنیزو محصولاتو د تولید زیاتوالی، د بڼوالو او بزګرانو ملاتړ، د مېوو د حاصلاتو د کمیت او کیفیت لوړول او د کرنې سکتور پیاوړتیا د دغه ریاست له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه دي.
د یاد ریاست په وینا، هڅه کوي چې د مسلکي او تخنیکي خدمتونو د وړاندې کولو، بڼوالو ته د اړینو کرنیزو لارښوونو او د بڼوالۍ د ودې له لارې د کرنیزو محصولاتو د تولید کچه لوړه او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره لا ډېرې اسانتیاوې برابرې کړي.
د یادونې وړ ده، چې املوک د هېواد له مهمو موسمي مېوو څخه شمېرل کېږي، چې د مناسب اقلیم او کرنیزو شرایطو په شتون کې ښه وده کوي. د دغې مېوې د حاصلاتو زیاتوالی، د بڼوالو د عوایدو لوړولو ترڅنګ، د کورنیو بازارونو د اړتیاوو په پوره کولو او د مېوو د تولید د پراختیا په برخه کې هم مهم رول لري.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بڼوالۍ د پراختیا، د مېوه لرونکو ونو د حاصلاتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د کیفیت د ښه والي او د بزګرانو د اقتصادي ملاتړ لپاره د اړوندو ادارو او همکارو بنسټونو په همغږۍ د مسلکي او تخنیکي خدمتونو پر پیاوړتیا ټینګار کوي، څو د هېواد د کرنې او بڼوالۍ سکتور لا وده وکړي او کورني تولیدات زیات شي.


افزایش ۱۰ درصدی حاصلات املوک در خوست؛ تولید امسال به ۳۴۲ تُن می‌رسد
۴ عقرب  ۱۴۰۵ هـ.ش
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری خوست می‌گوید که حاصلات املوک در این ولایت در سال جاری نسبت به سال گذشته نزدیک به ۱۰ درصد افزایش یافته و تولید مجموعی آن به حدود ۳۴۲ تُن می‌رسد.
بر اساس معلومات این ریاست، در سال ۱۴۰۴ هـ.ش از باغ‌های املوک در ۳۴۵ جریب زمین حدود ۳۱۱ تُن محصول به‌دست آمده بود؛ اما امسال از همین مقدار زمین حدود ۳۴۲ تُن املوک برداشت می‌شود که افزایش ۳۱ تُنی را نشان می‌دهد.
مسئولان ریاست زراعت خوست افزایش تولید محصولات زراعتی، حمایت از باغداران و بلند بردن کمیت و کیفیت حاصلات را از اولویت‌های کاری این ریاست می‌دانند و می‌گویند که برای رشد باغداری و افزایش تولیدات، خدمات مسلکی و رهنمودهای تخنیکی را به باغداران ارائه می‌کنند.
افزایش حاصلات املوک در خوست در حالی ثبت می‌شود که وزارت زراعت، آبیاری و مالداری برای توسعه باغداری، بهبود کیفیت محصولات زراعتی و تقویت اقتصادی دهقانان و باغداران تلاش می‌کند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS