کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

mail-admin
Wed, Oct 21 2026 3:55 PM
کندهار کې ۱۸۰ کورنیو ته د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول

۲۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۹ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کندهار د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست تر رهبرۍ لاندې، د اروپایي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمېټې په تخنیکي همکارۍ او د یاد ریاست د مالدارۍ آمریت تر څارنې لاندې، د کندهار ښار او درېیو ولسوالیو پر ۱۸۰ کورنیو د شلومبو جوړولو ماشینونه ووېشل شول.
په کندهار کې د هالنډ کمېټې مسوول ډاکټر امین‌الله کریمي وویل، چې د دغو مرستو په لړ کې د کندهار ښار ۴۰، د ژړۍ ولسوالی ۶۰، د ارغنداب ولسوالی ۴۰ او د ډنډ ولسوالی ۴۰ کورنۍ شاملې وې، چې هرې کورنۍ ته د شلومبو جوړولو او شاربولو لپاره یو ماشین ورکړل شو.
د نوموړي په وینا، د دغو ماشینونو د وېش موخه د لبنیاتو د پروسس لپاره د عصري ماشینونو معرفي کول، په معیاري او صحي ډول د شلومبو تولید، د ګروپي عامه پوهاوي پروګرامونو ترسره کول او د مالدارۍ سکتور وده او پراختیا ده.
ډاکټر کریمي زیاته کړه، چې د دغو ماشینونو په کارولو سره به ګټه اخیستونکې کورنۍ وکولای شي د شیدو د پروسس چارې په اسانه او معیاري توګه ترسره کړي او د لبنیاتو د تولید او کیفیت په ښه والي کې اغېزمن ګامونه واخلي.
د یادونې وړ ده، چې تر دې وړاندې هم د هالنډ کمېټې له لوري په کندهار ولایت کې لسګونو بېوزلو کورنیو ته وزې وېشل شوې دي. همدارنګه، د تازه شیدو د تولید او د لبنیاتو د پروسس د پراختیا په موخه اړین وسایل وېشل شوي او د څارویو د ناروغیو د مخنیوي لپاره لسګونو زرو څارویو ته وقایوي واکسینونه تطبیق شوي دي.
مالداري د کندهار ولایت د کلیوالي اقتصاد له مهمو برخو څخه شمېرل کېږي، چې ګڼ شمېر کورنۍ د څارویو د ساتنې، د شیدو او لبنیاتو د تولید او پلور له لارې خپلې اقتصادي اړتیاوې پوره کوي. په دې برخه کې د عصري وسایلو برابرول، د مالدارانو د ظرفیت لوړول او د لبنیاتو د پروسس معیاري کول کولای شي د کورنیو د اقتصادي پیاوړتیا، د لبنیاتو د ضایعاتو د کمښت او د کورنیو تولیداتو د ودې لپاره اغېزمن تمام شي.
تمه کېږي، چې د دغو مرستو له لارې به د ګټه اخیستونکو کورنیو د لبنیاتو د پروسس وړتیا لوړه، د شلومبو د تولید کیفیت ښه او د مالدارۍ د سکتور د ودې ترڅنګ به د کلیوالي کورنیو د عایداتي سرچینو د پیاوړتیا لپاره لا ډېر فرصتونه برابر شي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS