د کرنې او مالدارۍ مرستیال د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست له فعالیتونو څارنه وکړه
۲۵ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني د کابل د بادامباغ په څېړنیز فارم کې د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست د کارکوونکو له فعالیتونو څارنه وکړه.
د دې څارنې په ترڅ کې د بوټو ساتنې او قرنطین ریاست متخصصینو او مسلکي کارکوونکو د نباتاتو او کیمیاوي سرو د کیفیت د تشخیص څرنګوالي په اړه معلومات وړاندې کړل او خپل کاري وړاندیزونه او اړتیاوې یې د کرنې او مالدارۍ له مرستیال سره شریکې کړې.
