د پکتیکا د کرنې رییس د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول سره وکتل
۲۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۱ جُمَادَى الأول ۱۴۴۸ هـ.ق
د پکتیکا ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي لعل محمد «ګوهر»، د هیلتو موسسې له ولایتي مسؤول محمد شفیق مخلص سره په خپل کاري دفتر کې وکتل.
په دې لیدنه کې د هیلتو موسسې ولایتي مسؤول د یادې موسسې د فعالیتونو د بهیر او روانو چارو په اړه معلومات وړاندې کړل او د ترسره کېدونکو فعالیتونو اوسنی وضعیت یې ښه او منظم وباله. نوموړي د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست له همکارۍ او ملاتړ څخه مننه وکړه.
په ورته وخت کې، د کرنې ریاست رییس مولوي لعل محمد «ګوهر» د هیلتو موسسې له فعالیتونو څخه د ملاتړ او له یادې موسسې سره یې د لا زیاتو همکاریو ډاډ ورکړ، ترڅو د کرنې په برخه کې روان فعالیتونه په ښه توګه پر مخ ولاړ شي او د بزګرانو ستونزو ته د رسېدنې په برخه کې لا اغېزمن ګامونه واخیستل شي.
