د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

mail-admin
Sun, Oct 11 2026 9:53 AM
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید په موخه د شنو زیتونو راټولول پیل کړل

۱۹ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۸ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت سږکال د کورنیو تولیداتو د زیاتوالي، د کرنیزو محصولاتو د پروسس او د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو په موخه د شاوخوا ۱۶ ټنه زیتون اچار د تولید پلان لري، چې د همدې موخې لپاره یې د شنو زیتونو د راټولولو بهیر پیل کړی دی.
د یاد شرکت د مسوولینو په وینا، د زیتون اچار د تولید لپاره د دغه شرکت په دویم، درېیم او څلورم فارمونو کې د شنو زیتونو د راټولولو چارې پیل شوې دي، چې راټول شوي زیتون به د پروسس او اچار جوړولو په موخه د شرکت د زیتون فابریکې ته ولېږدول شي.
د معلوماتو له مخې، ټاکل شوې ده، چې د شنو زیتونو د راټولولو بهیر به په راتلونکو څو ورځو کې هم دوام وکړي او له بشپړېدو وروسته به یې د زیتون فابریکه کې د اچار جوړولو او بسته‌بندۍ چارې ترسره شي، څو تولید شوي محصولات د هېوادوالو د اړتیاوو د پوره کولو لپاره کورنیو بازارونو ته وړاندې شي.
د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت مسوولین وایي، چې د کرنیزو محصولاتو د تولید او پروسس پراختیا، د کورنیو تولیداتو زیاتوالی، د هېواد د کرنیزو سرچینو اغېزمنه ګټه‌اخیستنه او په بازارونو کې د باکیفیته کورنیو محصولاتو وړاندې کول یې له مهمو کاري لومړیتوبونو څخه دي.
د یادونې وړ ده، چې ننګرهار د هېواد له هغو ولایتونو څخه دی، چې د زیتونو د کرکېلې او تولید لپاره مناسب اقلیمي شرایط لري او د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د زیتونوبڼونه او د پروسس فابریکه د هېواد د زیتونو د تولید او پروسس په برخه کې مهم رول لوبوي.
د زیتونو د حاصلاتو راټولول، پروسس او د اچار تولید نه یوازې د کرنیزو محصولاتو د ارزښت په لوړولو کې مرسته کوي، بلکې د کورنیو تولیداتو د ودې، د وارداتي محصولاتو د بدیل رامنځته کولو، د کاري فرصتونو د برابرولو او د هېواد د اقتصادي ځان‌بسیاینې لپاره هم ارزښت لري.
د یادونې ده، چې د ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت د خپلو کرنیزو فارمونو او تولیدي تاسیساتو له لارې هڅه کوي، څو د زیتونو د تولید او پروسس ترڅنګ د کرنیزو محصولاتو د کیفیت او کمیت په لوړولو، د ملي تولیداتو په پیاوړتیا او د کورنیو بازارونو د اړتیاوو په پوره کولو کې خپل اغېزناک رول لا پراخ کړي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS