ننګرهار کې د متوازنې پراختیا او اغېزمنو پروژو د تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

mail-admin
Tue, Oct 06 2026 9:04 AM
ننګرهار کې د متوازنې پراختیا او اغېزمنو پروژو د تطبیق په موخه د همغږۍ ناسته ترسره شوه

۱۴ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۳ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د ننګرهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ  رییس مولوي عبدالستار محمد په مشرۍ، د دې ادارې تر چتر لاندې له همکارو مؤسسو او تمویل کوونکو ادارو سره د اغېزمنو پروژو د ډیزاین، تطبیق، پرمختګ او متوازنې پراختیا په موخه تخنیکي کاري ناسته ترسره شوه.
په دې ناسته کې د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې پر مهمو موضوعاتو خبرې وشوې. د کرنې رییس مسؤلینو ته سپارښتنه وکړه، چې د بزګرانو او مالدارانو لپاره د لا غوره خدمتونو د وړاندې کولو ترڅنګ، د پروژو په پلي کولو کې د خلکو اړتیاوې او لومړیتوبونه په پام کې ونیسي.
مولوي عبدالستار محمد د اوبو د ښه مدیریت، اصلاح شوو تخمونو د وېش، بڼوالۍ، د ځنګلونو پراختیا او ساتنې، حیواني خوراکې، واکسینونو، متوازنې پراختیا او لرې پرتو ولسوالیو ته د خدماتو رسولو په برخو کې د لا ډېرو هڅو او همغږۍ ټینګار وکړ، همدارنګه یې پر وخت د راپورونو وړاندې کول مهم وبلل.
نوموړي د همکارو مؤسسو له مسؤلینو سره د بشپړې همکارۍ او همغږۍ ډاډ شریک کړ.
په ناسته کې د ولایت مقام د خصوصي سکتور د برخې کارپوه محمد جمعه محمدي هم د اغېزمنو پروژو د تطبیق په برخه کې د همکارۍ ډاډ ورکړ.
ورپسې د مؤسسو مسؤلینو خپلې ستونزې، وړاندیزونه او غوښتنې له رئیس سره شریکې کړې، چې د حل په برخه کې یې د لازمې همکارۍ ډاډ ورکړل شو.
د ناستې په پای کې د «ستاسو غږ» مؤسسې استازي جان اغا نیازي دخپلو ترسره شوو پروژو په اړه د پریزنټېشن له لارې بشپړ معلومات وړاندې کړل.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS