د کرنې وزارت پلاوي د جوزجان د کرنې ریاست د عوایدو وضعیت وڅېړه

mail-admin
Sun, Oct 04 2026 12:55 PM
بررسی وضعیت عواید ریاست زراعت جوزجان از سوی هیئت وزارت زراعت

۱۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش
۲۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت مالي او حسابي رییس په مشرۍ یو پلاوی، د عوایدو او عایداتي سرچینو د وضعیت د هر اړخیزې ارزونې په موخه جوزجان ولایت ته سفر وکړ.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مالي او حسابي رییس مولوي ضیاءالدین واقف په مشرۍ دغه پلاوی به د خپل سفر په ترڅ کې د عایداتي سرچینو وضعیت، د عوایدو د پاتې شونو کچه، د عوایدو د راټولولو څرنګوالی او د عوایدو د ښه والي او زیاتوالي لارې چارې وڅېړي.
د وزارت پلاوي د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ له رییس مولوي جان‌مراد وقار او د دې ریاست د عایداتي برخو له کارکوونکو سره په لومړي سر کې وکتل او کاري ناسته یې ترسره کړه. په دې ناسته کې د سفر موخه او د عوایدو د وضعیت د ارزونې او په دې برخه کې د شته ستونزو د تشخیص په موخه د پلاوي کاري پروګرامونه تشریح شول.
ورپسې، د جوزجان د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ رییس پلاوي ته د ښه راغلاست ترڅنګ، اړوندو کارکوونکو ته لارښوونه وکړه چې له موظف پلاوي سره د اړینو معلوماتو او اسنادو په وړاندې کولو کې هر اړخیزه همکاري وکړي او د ادارې د فعالیتونو او عایداتي وضعیت په اړه بشپړ راپور وړاندې کړي.
د دغه کاري سفر موخه د عایداتي برخو د شته ستونزو ارزونه، د عایداتي ظرفیتونو تشخیص او د جوزجان ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست د عوایدو د ښه والي، زیاتوالي او اغېزمنې راټولونې په موخه د اړینو اقداماتو ترسره کول بلل شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS