ننګرهار کې د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې په موخه د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې

mail-admin
Thu, Sep 24 2026 9:07 AM
کار نصب سیستم آبیاری قطره‌ای با هدف صرفه‌جویی و استفاده مؤثر از آب در ننگرهار آغاز شد

۲ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۱ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر الحاج مولوي عطاءالله عمري له لوري د ننګرهار څېړنیز مرکز د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارو پرانیسته وشوه.
په دې مراسمو کې د کرنې وزیر ترڅنګ د اوبو او انرژۍ وزیر الحاج مولوي محمد یونس اخندزاده، د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال الحاج مولوي احمدالله زاهد، د کلیود بیارغونې او پراختیا وزارت مرستیال الحاج ارسلاخان خروټي، د کرنې وزارت د پلان او پالیسۍ لوی ریاست رییس الحاج مولوي عبدالعلي عمري او د کرنې وزارت او ننګرهار ولایت د بېلابېلو ادارو رییسانو او مسؤلینو ګډون کړی و.
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزیر مولوي عطاءالله عمري وویل، د کرنې وزارت د پراختیايي بودجې په مرسته په ننګرهار ولایت کې د څاڅکي اوبخور سیستم د نصب چارې پیل شوې دي، چې موخه یې د اوبو اغېزمنه او سپما کوونکې کارونه او د بڼوالۍ په برخه کې د عصري اوبخور سیستمونو دودول دي.
ښاغلی عمري زیاته کړه، د ننګرهار د بڼوالۍ په ملي کلکسیون سربېره، د هېواد په نورو زونونو کې هم د اوبو د اغېزمن مدیریت او سپما په موخه د ورته پروژو د پلي کېدو هڅې روانې دي.
د کرنې وزیر وویل، د ننګرهار د بڼوالۍ ملي مرکز په ۵۰ جریبه ځمکه کې جوړ شوی، چې اووه ملي کلکسیونونه او اووه ننداریز بڼونه لري. د نوموړي په وینا، په دغه مرکز کې د بڼونو د اوبو اړتیاوو د منظمې او اغېزمنې پوره کولو، د اوبو د ضایعاتو د کمولو او د اوبخور د موثریت د لوړولو لپاره د څاڅکي اوبخور سیستم په پام کې نیول شوی دی.
مولوي عطاءالله عمري څرګنده کړه، چې د څاڅکي اوبخور سیستم د اوبو د مستقیمې او منظمې رسونې له لارې د بڼونو او کرنیزو نباتاتو اړتیاوې پوره کوي او د اوبو له بې‌ځایه ضایع کېدو مخنیوی کوي. نوموړي ټینګار وکړ چې د اوبو سپما کوونکو سیستمونو پراختیا نه یوازې د اوبو د مدیریت په برخه کې اغېزمنه ده، بلکې د کرنیزو تولیداتو د دوام، د بڼوالۍ د پراختیا او له شته اوبو څخه د لا زیاتې ګټې اخیستنې لپاره هم مهمه ده.
د اوبو او انرژۍ وزیر الحاج مولوي محمد یونس اخندزاده هم د څاڅکي اوبخور سیستم د اوبو د سپما او اغېزمنې کارونې لپاره مهم وباله او د دغه ډول پروژو د لا پراختیا غوښتنه یې وکړه.
نوموړي وویل، په هېواد کې د اوبو د کمښت له امله د اوبو مدیریت او سپما ته جدي اړتیا ده او څاڅکي اوبخور سیستم د اوبو د اغېزمنې کارونې لپاره یوه مناسبه او ګټوره لاره ده. هغه زیاته کړه، چې د عصري اوبخور سیستمونو پراختیا کولی شي د کرنې په برخه کې د اوبو د ضایعاتو په کمولو او د شته اوبو د اغېزمنې کارونې په برخه کې مهم رول ولري.
د څاڅکي اوبخور سیستم په پلي کېدو سره تمه کېږي، چې د ننګرهار د بڼوالۍ په ملي کلکسیون کې د اوبو د کارونې موثریت لوړ، د اوبو ضایعات کم او د بڼونو د اوبولګولو بهیر لا منظم شي؛ همداراز دغه مرکز کولی شي د اوبو سپما کوونکو او عصري اوبخور طریقو د عملي تجربو او نندارې لپاره هم د بڼوالو او کروندګرو لپاره یوه مهمه بېلګه وګرځي.
څاڅکي اوبخور د اوبو د مدیریت او سپما له مهمو او عصري لارو څخه دی، چې د نباتاتو اړتیا ته په کتو اوبه په منظم او مستقیم ډول د ریښو ساحې ته رسوي. د دغه سیستم په کارولو سره د اوبو ضایعات کمېږي، د اوبولګولو موثریت لوړېږي، د نباتاتو د ودې لپاره مناسب رطوبت برابرېږي او بزګرانو او بڼوالو ته زمینه برابروي، چې له محدودو اوبو څخه په اغېزمنه توګه زیاته ګټه واخلي. د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د اوبو د کمښت او د کرنیزو ځمکو د پراختیا له اړتیا سره سم، د اوبو سپما کوونکو او عصري اوبخور سیستمونو پراختیا د کرنې وزارت له مهمو لومړیتوبونو څخه ده.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS