بلخ کې ۹۰۰ مېرمنو ته د کورنیو باغچو د جوړولو په‌پار کرنیز توکي ووېشل شول

mail-admin
Wed, Sep 23 2026 2:29 PM
در بلخ برای ۹۰۰ زن به‌منظور ایجاد باغچه‌های خانگی، مواد زراعتی توزیع شد

۱ تله ۱۴۰۵ هـ.ش 
۱۰ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۸ هـ.ق
د بلخ ولایت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست له لوري، د «اکشن اېډ» دفتر په همکارۍ، د نهرشاهي ولسوالی او مزارشریف ښار په کچه ۹۰۰ مېرمنو ته د کورنیو باغچو د جوړولو په موخه د سبو تخمونه، کیمیاوي او عضوي سرې او اړین کرنیز وسایل ووېشل شول.
د بلخ د کرنې ریاست د معلوماتو له مخې، د غه مرسته د نهرشاهي ولسوالی په کچه ۴۵۰ مېرمنو او د مزارشریف ښار د بېلابېلو ناحیو په کچه ۴۵۰ نورو مېرمنو ته ترسره شوې ده.
د پروګرام له مخې، هرې مستفیدې مېرمنې ته ۲۵ کیلوګرامه یوریا سره، ۲۵ کیلوګرامه «ډي‌اې‌پي» سره، ۱۵۰ کیلوګرامه عضوي سره، یوه پایه بېل، یوه پایه پنجالک، یوه پایه کتمن او د پیازو، کدوچې، تور بانجان او بادرنګو یو ـ یو پاکټ تخمونه ورکړل شوي دي.
مسؤولین وايي، د دغو کرنیزو توکو او وسایلو وېش به مېرمنو ته زمینه برابره کړي، څو په خپلو کورونو کې کوچنۍ او معیاري باغچې جوړې او د بېلابېلو سبو د تولید له لارې د خپلو کورنیو د اړتیاوو یوه برخه پوره کړي.
د کورنیو باغچو له لارې د تازه او سالمو سبو د تولید ترڅنګ، د کورنیو د لګښتونو په کمولو، د ځمکې او اوبو له شته امکاناتو څخه په اغېزمنه ګټه اخیستنه او د مېرمنو په کرنیزو فعالیتونو کې د ونډې په زیاتولو کې هم مرسته کېږي.
د بلخ د کرنې ریاست وايي، د یادو کرنیزو توکو او وسایلو د وېش لړۍ لا هم دوام لري او ټاکل شوې ده، چې د پروګرام د موخو له مخې نورو مستحقو مېرمنو ته هم لازم کرنیز توکي او وسایل ووېشل شي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ د کورنیو باغچو د جوړولو او پراختیا دا ډول پروګرامونه د کورنیو په کچه د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا او د هېواد د کرنې په برخه کې د مېرمنو د ونډې د پراخېدو لپاره مهم ګام بلل کېږي.
د کورنیو باغچو پراختیا د کورنیو د سبو د اړتیاوو د پوره کولو، د خوړو د خوندیتوب د پیاوړتیا، د ښځو د اقتصادي او تولیدي ونډې د زیاتولو او د کورنیو په کچه د کرنیزو فعالیتونو د پراختیا له مهمو لارو څخه ګڼل کېږي. د همدې موخې لپاره د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د ولایتي ریاستونو او همکارو بنسټونو په همغږۍ د هېواد په بېلابېلو سیمو کې د کورنیو باغچو د جوړولو او پراختیا په برخه کې د بزګرانو او مېرمنو ملاتړ کوي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS