د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د سي‌آراس مؤسسې له چارواکو سره وکتل

mail-admin
Wed, Sep 02 2026 9:34 AM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په افغانستان کې د سي‌آراس مؤسسې له چارواکو سره وکتل

۱۱ وږی ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۹ رَبِیعُ الْأَوَّل ۱۴۴۸ هـ.ق
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال، مولوي صدراعظم عثماني په افغانستان کې د «سي‌آراس» مؤسسې له چارواکو سره وکتل.
په دې کتنه کې د څارویو د روغتیا د لابراتوارونو، د نباتاتو د ساتنې او د خاورې پېژندنې په برخو کې د بېلابېلو پروژو د پلي کېدو پر څرنګوالي بحث او د نظرونو تبادله وشوه.
دواړو لورو په یادو برخو کې د پروژو پر اغېزناک پلي کېدو، د همکاریو پر پراختیا او د تخنیکي او پراختیایي فعالیتونو د پرمخ وړلو په موخه پر لا زیاتې همغږۍ ټینګار وکړ.
مولوي صدراعظم عثماني په دې لیدنه کې د کرنې او مالدارۍ سکتور له اړتیاوو او لومړیتوبونو سره سم د پراختیایي او تخنیکي پروژو پلي کول مهم وبلل او له همکارو مؤسسو سره یې پر لا زیاتې همکارۍ او همغږۍ ټینګار وکړ.
بلخوا، د «سي‌آراس» مؤسسې چارواکو هم د کرنې او مالدارۍ سکتور اړوند د پروګرامونو او پروژو د پلي کولو په برخه کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت سره د خپلو همکاریو او همغږۍ پر دوام ټینګار وکړ.


دیدار معین زراعت و مالداری با مسؤولان مؤسسه سی آر اس در افغانستان
۱۱ سنبله ۱۴۰۵ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان، با مسؤولان مؤسسه سی آر اس  در افغانستان دیدار کرد.
در این دیدار، پیرامون چگونگی تطبیق پروژه‌های مختلف در بخش‌های لابراتوارهای صحت حیوانی، حفاظت نباتات و خاک‌شناسی بحث و تبادل نظر صورت گرفت.
دو طرف بر اهمیت تطبیق مؤثر پروژه‌ها، گسترش همکاری‌ها و هماهنگی بیشتر در راستای پیشبرد فعالیت‌های تخنیکی و انکشافی در بخش‌های یادشده تأکید کردند.
مولوی صدراعظم عثمانی در این دیدار، تطبیق پروژه‌های انکشافی و تخنیکی مطابق با نیازمندی‌ها و اولویت‌های سکتور زراعت و مالداری را مهم دانسته و بر همکاری و هماهنگی بیشتر با مؤسسات همکار تأکید کرد.
در مقابل، مسؤولان مؤسسه سی آر اس نیز بر ادامه همکاری و هماهنگی با وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در راستای تطبیق برنامه‌ها و پروژه‌های مربوط به سکتور زراعت و مالداری تأکید کردند.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS