د امارتي ادارو د ویاندویانو همغږۍ غونډه کې د کرنې وزارت د ویاند ګډون
۱۰ چنګاښ ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۵ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۸ه.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او یاند، مولوي شیر محمد حاتمي، د افغانستان اسلامي امارت د مرکزي ویاند او د امارتي ادارو د ویاندویانو د همغږۍ په غونډه کې ګډون وکړ.
یاده غونډه چې د حکومت د اطلاعاتو او رسنیو په مرکز کې جوړه شوې وه، مولوي شیر محمد حاتمي پکې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د لاسته راوړنو او کاري پرمختګونو په اړه معلومات وړاندې کړل او ویې ویل، چې د کرنې وزارت د یوه خدماتي بنسټ په توګه تل هڅه کړې، څو خپلې خدماتي چارې، فعالیتونه او لاسته راوړنې د رسنیو له لارې پر وخت له خلکو سره شریکې کړي.
ښاغلي حاتمي همداراز ټینګار وکړ، چې د بزګرانو او مالدارانو د عامه پوهاوي د کچې لوړولو لپاره، د کرنې او مالدارۍ په بېلابېلو برخو کې د اطلاعرسونې بېلابېل پروګرامونه او میکانېزمونه عملي شوي، ترڅو اړین معلومات په اغېزمنه توګه هېوادوالو ته ورسول شي.
په دې غونډه کې د افغانستان اسلامي امارت مرکزي ویاند، مولوي ذبیحالله مجاهد، د امارتي ادارو د ویاندویانو ترمنځ د همغږۍ پر پیاوړتیا، له رسنیو سره د همکاریو پر پراختیا او د امارتي ادارو د فعالیتونو، خدمتونو او لاسته راوړنو پر اغېزمن انعکاس ټینګار وکړ. نوموړي د اغېزمنې اطلاعرسونې رول د عامه پوهاوي د لوړولو او د خلکو د باور د پیاوړتیا لپاره مهم وباله.
