د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

mail-admin
Sun, Apr 05 2026 8:26 AM
د هلمند دوو ولسوالیو کې پر سلګونو بزګرانو د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې

۱۶ وری ۱۴۰۵ه‍.ش
۱۸ شَوّالُ المُکَرَّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په همغږۍ او د افغانستان راتلونکو نسلونو مؤسسې په مالي ملاتړ، د مارجې او نادعلي ولسوالیو سلګونو مستحقو بزګرانو ته د جوارو اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ووېشل شوې.
د مارجې ولسوالی د کرنیزو چارو عمومي مدیریت له لوري ۱۳۰ تنو له مخکې سروې شوو بزګرانو ته مرسته ووېشل شوه، چې په کې هر بزګر ته یوه بوجۍ توره  سره، یوه بوجۍ سپین (یوریا) سره او ۱۲ کیلوګرامه د جوارو اصلاح شوي تخم ورکړل شول.
همداراز د نادعلي ولسوالی کې هم د ورته پروګرام په ترڅ کې ۱۲۵ تنو مستحقو بزګرانو ته مرستې ووېشل شوې، چې پر بنسټ یې هر بزګر ته ۱۲ کیلوګرامه د جوارو اصلاح شوی تخم، ۵۰ کیلوګرامه سپین (یوریا) سره او ۵۰ کیلوګرامه توره سره ورکړل شول.
د یادې مرستې مستحقین د یوې ګډې کمېټې له لوري په شفافه توګه ټاکل شوي وو او د وېش بهیر هم د همدې کمېټې په حضور کې ترسره شو، چې د روڼتیا او عدالت ډاډ پکې ټینګ شوی و.
بزګرانو د دغو مرستو له ترلاسه کولو خوښي څرګنده کړه او ویې ویل، چې دا ډول ملاتړونه د دوی د حاصلاتو په زیاتوالي او اقتصادي وضعیت په ښه کېدو کې مهم رول لري. هغوی د کرنې ریاست او همکارو ادارو څخه مننه وکړه او غوښتنه یې وکړه، چې په راتلونکې کې دې د بزګرانو، بڼوالو او مالدارانو ملاتړ لا پراخ او دوامداره شي.
د هلمند د کرنې ریاست چارواکي وایي، چې دا ډول پروګرامونه د کرنیزو تولیداتو د زیاتوالي، د خوړو خوندیتوب او د بزګرانو د اقتصادي پیاوړتیا لپاره عملي کېږي او هڅه کوي، چې ورته مرستې نورو سیمو ته هم وغځوي.


در دو ولسوالی ولایت هلمند، تخم‌های اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی برای صدها تن از دهقانان توزیع شد
۱۶ حمل ۱۴۰۵ هـ.ش
۱۸ شوال المکرم ۱۴۴۷ هـ.ق
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت هلمند در هماهنگی با این اداره و با حمایت مالی مؤسسه «افغانستان نسل‌های آینده»، تخم‌های اصلاح‌شده جواری و کودهای کیمیاوی را برای صدها تن از دهقانان مستحق در ولسوالی‌های مارجه و نادعلی توزیع کرده است.
بر اساس معلومات، در ولسوالی مارجه از سوی مدیریت عمومی امور زراعتی، برای ۱۳۰ تن از دهقانانی که قبلاً سروی شده بودند، کمک توزیع گردید که شامل یک بوجی کود سیاه، یک بوجی کود سفید (یوریا) و ۱۲ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده جواری برای هر دهقان می‌باشد.
همچنان در ولسوالی نادعلی نیز در چارچوب همین برنامه، برای ۱۲۵ تن از دهقانان مستحق کمک توزیع شده است که بر اساس آن، برای هر دهقان ۱۲ کیلوگرام تخم اصلاح‌شده جواری، ۵۰ کیلوگرام کود سفید (یوریا) و ۵۰ کیلوگرام کود سیاه داده شده است.
مستحقین این کمک‌ها از سوی یک کمیته مشترک به‌گونه شفاف شناسایی شده و روند توزیع نیز با حضور همین کمیته انجام شده است که شفافیت و عدالت در آن تأمین گردیده است.
دهقانان از دریافت این کمک‌ها ابراز خرسندی نموده و گفته‌اند که چنین حمایت‌ها در افزایش حاصلات و بهبود وضعیت اقتصادی آنان نقش مهم دارد. آنان از ریاست زراعت و نهادهای همکار قدردانی کرده و خواهان تداوم و گسترش این‌گونه حمایت‌ها در آینده شدند.
مسئولان ریاست زراعت هلمند می‌گویند که این‌گونه برنامه‌ها به هدف افزایش تولیدات زراعتی، تأمین مصونیت غذایی و تقویت وضعیت اقتصادی دهقانان تطبیق می‌شود و تلاش دارند تا این کمک‌ها را به سایر مناطق نیز گسترش دهند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS