کونړ کې د زرګونو نیالګیو د کېنولو او واټرشیډ اصلاح ستر پروګرام پيل شو

mail-admin
Sat, Feb 14 2026 2:30 PM
کونړ کې د زرګونو نیالګیو د کېنولو او واټرشیډ اصلاح ستر پروګرام پيل شو

۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه‍.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه‍.ق
د ماشومانو ساتنې نړۍوالې موسسې له لوري د «په افغان ټولنو کې د کرنې او معیشت د پیاوړتیا او عادلانه پرمختګ ملاتړ» پروژې په چوکاټ کې د کونړ ولایت په خاص کونړ، سرکاڼې او منورې ولسوالیو کې د واټرشیډ منجمېنټ په برخه کې په ټرینچونو کې د نیالګیو کېنولو او د تخمونو د کښت پروګرام پيل شو.
دغه پروګرام د خاص کونړ ولسوالی د آهنګرانو په سیمه کې رسماً پرانېستل شو. د پرانېستې په مراسمو کې د کونړ د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ رییس مولوي محمد سرور صادق، تخنیکي مشاور سید حفیظ‌الله سیدی، د پلان عمومي مدیر موسی نورزی، د تخنیکي سروی انجنیر نقیب‌الله محسن، د د ماشومانو ساتنې نړۍوالې مؤسسې استازی ابرومن، د یادې موسسې د کونړ ولایتي مسؤل مجیب‌الرحمن همدرد، د کرنې ریاست د اړوندې ولسوالی د ترویج عمومي مدیر طیب‌الله، د کلي مخور او نور مسؤلین ګډون درلود.
د کونړ د  کرنې رییس مولوي محمد سرور صادق د خپلو خبرو پر مهال له مسؤلینو، علماوو، مخورو او ولسونو وغوښتل، چې په دې ملي او چاپېریالي پروګرام کې فعاله ونډه واخلي، خپلې سیمې شنې او سمسورې کړي او هغه نیالګي چې کېنوي، تر ثمر رسېدو پورې یې سمه ساتنه او پالنه وکړي.
ورپسې د مؤسسې ولایتي مسؤل مجیب‌الرحمن همدرد وویل، د واټرشیډونو د اصلاح دغه پروژه په منوره او سرکاڼې ولسوالیو کې هم روانه ده، چې په هره ولسوالی کې پنځه ساحې ټاکل شوې دي. ټولې چارې د «کار په بدل کې نغدي پیسې» پروګرام له لارې د مستحقو ماهرو او غیر ماهرو کارګرو له لوري ترسره کېږي او د کار په بدل کې ورته معاش ورکول کېږي.
د نوموړي په وینا، په دې پروژه کې ۱۵۰۰ نارینه او ۱۵۵ ښځو ته د کار زمینه برابره شوې ده. په دې لړ کې د ۳۰ زره ټرینچونو کېندنه، د ۲۲ لويو او وړو د اوبو زېرمو جوړول، د ۱۵ نظارتي څاه‌ګانو کېندنه، د ۱۰ سولر سیستمونو نصب، د ۴۰ لويو او وړو چکډېمونو جوړول، د ۴۵ د مخکې خبرداري کیټونو وېش او د ۶۰ زره نیالګیو کېنول شامل دي.
د دې پروژې اساسي موخې په لنډ مهال کې خلکو ته د کارزمینه برابرول، د سېلابونو د تخریبي اغېزو مخنیوی، د ځمکې لاندې اوبو پیاوړتیا او د نباتي پوښښ رامنځته کول بلل شوي دي.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS