د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال د تخار ولایت له مجاهدینو او سیمهییزو مخورو سره وکتل
۲۵ سلواغه ۱۴۰۴ه.ش
۲۶ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۷ه.ق
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت مالي او اداري مرستیال مولوي نورالدین عمیري دخپل کار په دفتر کې د تخار ولایت له یو شمېر مجاهدینو او سیمهییزو مخورو سره وکتل.
په دې لیدنه کې د تخار ولایت ورسج ولسوالی امنیه قومندان حاجي فاروق، د درقد ولسوالی امنیه قومندان مولوی حیدري،د بنګي ولسوالی امنیه قومندان مولوي محمد عالم او د ورسج ولسوالی څخه مخدوم ذبیحالله د تخار د مجاهدینو او مخورو په استازیتوب ګډون درلود. دواړو لورو د یادو ولسوالیو په کچه د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ اړوند موضوعاتو په اړه خبرې وکړې او د شته ستونزو د حل لپاره یې عملي لارې چارې وڅېړلې.
د کرنې وزارت مالي او اداري مرستیال په دې غونډه کې ډاډ ورکړ چې دغه وزارت به د خپلو امکاناتو او کاري پروګرامونو په چوکاټ کې هڅه وکړي څو په یادو ولسوالیو کې د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ د وضعیت د ښه والي لپاره لازمې همکارۍ ترسره کړي.
