د هرات په ولایت کې د پامیر سړې خونې څخه لیدنه

mail-admin
Sat, Nov 22 2025 11:50 AM
د هرات په ولایت کې د پامیر سړې خونې څخه لیدنه

۱ لیندۍ  ۱۴۰۴ هـ.ش
۱ جُمَادَى الثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوي شیرمحمد حاتمي، هرات ولایت ته د خپل سفر په ترڅ کې ددې ولایت د انجیل په ولسوالی کې د پامیر سړې خونې څخه لیدنه وکړه.
یاده سړه خونه چې د ۲۰۰۰ ټنو د ظرفیت لرونکې ده، کولای شي کرنیز محصولات تر شپږو میاشتو پورې وساتي. دا مهال په دې سړه خونه کې انار، مڼې، د چرګانو غوښه او خرما ساتل کېږي. دغه مرکز د ۲۰ کسانو په کارګمارلو سره د محصولاتو د ساتنې او مدیریت چارې مخته وړي.
د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کروندګرو او مالدارانو د ستونزو د حل په موخه د سړو خونو د جوړولو په برخه کې د پانګونې ملاتړ کوي او پانګوال هڅوي، چې د بزګرانو او مالدارانو د ستونزو د حل په پار سړې خونې جوړ کړي.


بازدید از سردخانه پامیر در ولایت هرات
۱ قوس ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی شیر محمد حاتمی رییس اطلاعات، آگاهی عامه و  سخنگوی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر به ولایت هرات از سردخانه پامیر در ولسوالی انجیل بازدید کرد.
این سردخانه با ظرفیت ۲۰۰۰ تن قادر است محصولات زراعتی را تا شش ماه نگهداری کند. هم‌اکنون انار، سیب، گوشت مرغ و خرما در این سردخانه نگهداری می‌شود. این مرکز با اشتغال ۲۰ نفر به مدیریت و حفاظت از محصولات مشغول فعالیت است.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان به منظور حل مشکلات دهقانان و مالدارن از سرمایه گذاری در بخش احداث سردخانه‌ها حمایت کرده و سرمایه گذاران را تشویق به ساخت آن می کند.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS