د هرات ولایت د انجیل ولسوالی له زعفرانکارانو سره د کرنې وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي د رییس لیدنه
۲۷ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۷ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د اطلاعاتو او عامه پوهاوي رییس او ویاند مولوی شیرمحمد حاتمي، د خپل مل پلاوي په ملتیا د هرات ولایت د انجیل ولسوالی د زعفرانو کروندو او د زعفران د ګل د راټولولو له بهیر څخه لیدنه وکړه.
د یاد سفر په ترڅ کې، د انجیل ولسوالی زعفرانکارانو د حاصلاتو د راټولولو د لارو چارو، ستونزو او خپلو تخنیکي اړتیاوو په اړه خبرې وکړي او د زعفرانو کرنه یې د دې ولسوالی د خلکو لپاره یوه مهمه اقتصادي فرصت وباله. دوی وویل، چې هرات د مناسب اقلیم او حاصلخېزې خاورې له امله د زعفرانو د کرنې لپاره یو وړ او مساعد چاپېریال لري او غوښتنه یې وکړه، چې له دوی سره د پروسس، بستهبندۍ او بازارموندنې په برخو کې لا ډېر ملاتړ وشي.
مولوی شیرمحمد حاتمي ډاډ ورکړ چې د کرنې وزارت او اسلامي امارت د زعفرانکارانو د ملاتړ په برخه کې ژمن دي او هڅه کوي چې د صادراتو، بازارموندنې اسانتیاوو، تخنیکي همکاریو، ترویج او پوهاوي په برخه کې نورې زمینې هم برابرې کړي. هغه زیاته کړه، چې زعفران د یوه ستراتیژیک محصول په توګه کولی شي د بزګرانو د کورنیو په اقتصادي پیاوړتیا او د هېواد د صادراتو په زیاتوالي کې مهم رول ولوبوي.
نوموړي همداراز وویل، چې د کرنې وزارت په ولایتونو کې د زعفرانو د کرنې د ودې لپاره ځانګړي پروګرامونه په پام کې لري، څو د اړوندو بنسټونو په پیاوړي کولو سره د کاري فرصتونو د زیاتوالي او د لوړ کیفیت تولیداتو د پراختیا زمینه برابره شي.
