له کندهاره روسیې ته د ۲۵۰ ټنه انارو صادرات؛ د افغان مېوو د نړۍوال بازار د پراختیا نوی پړاو

mail-admin
Mon, Oct 27 2025 9:26 AM
له کندهاره روسیې ته د ۲۵۰ ټنه انارو صادرات؛ د افغان مېوو د نړۍوال بازار د پراختیا نوی پړاو

۵ لړم ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
د کندهار ولایت مقام، د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ ریاست او د سوداګرۍ او پانګونې خونې په ګډه همکارۍ، د یوه خصوصي شرکت په مالي ملاتړ، له کندهاره روسیې ته د انارو د صادراتو لړۍ رسماً پیل کړه.
د کندهارد کرنې ریاست چارواکي وايي، دا لومړی ځل دی چې له دې ولایت څخه روسیې ته د انارو صادرات ترسره کېږي. د معلوماتو له مخې، د لومړي بار وړونکي موټر له لارې ۲۵ ټنه انار، چې شاوخوا ۲۵ زره ډالر ارزښت لري، د تورغونډۍ بندر له لارې روسیې ته د بازار د ارزونې په موخه صادر شوي دي.
د کرنې ریاست مسؤلین زیاتوي، تمه ده چې د روان کال د انارو د حاصلاتو تر پایه پورې ټولټال ۲۵۰ ټنه انار روسیې ته صادر شي.
چارواکي وایي، که د تورغونډۍ بندر د ټرانزیټ له پلوه ارزانه شي، نو دا به نه یوازې د انارو، بلکې د نورو تازه مېوو د صادراتو لپاره هم یوه مهمه لاره پرانیزي. د دوی په وینا، د دې لارې له پرانیستو سره به هر کال زرګونه ټنه تازه مېوې روسیې ته صادرېږي، چې دا به د هېواد د کرنیزو محصولاتو د نړۍوالو بازارونو پراختیا لپاره یو مهم ګام وي.


آغاز صادرات ۲۵۰ تُن انار از کندهار به روسیه؛ مرحله‌ تازه‌ای از گسترش بازار جهانی میوه‌های افغانستان
۵ عقرب ۱۴۰۴ هـ.ش
۵ جُمَادَى الأول ۱۴۴۷ هـ.ق
مقام ولایت کندهار، ریاست زراعت، آبیاری و مالداری و اتاق تجارت و سرمایه‌گذاری، با همکاری یک شرکت خصوصی، روند رسمی صادرات انار از کندهار به روسیه را آغاز کردند.
مسوولان ریاست زراعت کندهار می‌گویند این نخستین‌بار است که از این ولایت به روسیه انار صادر می‌شود. به گفته‌ی آنان، در نخستین محموله، ۲۵ تُن انار به ارزش حدود ۲۵ هزار دالر از مسیر بندر تورغندی به‌منظور ارزیابی بازار به روسیه صادر شده است.
به گفته‌ی مسوولان ریاست زراعت، انتظار می‌رود تا پایان فصل برداشت امسال، در مجموع ۲۵۰ تُن انار از کندهار به روسیه صادر شود.
آنان می‌افزایند در صورتی‌ که مسیر بندر تورغندی از لحاظ ترانزیتی ارزان‌تر شود، این مسیر نه‌تنها برای صادرات انار، بلکه برای انتقال سایر میوه‌های تازه نیز به‌عنوان یک راه مهم تجارتی باز خواهد شد. به باور آنان، با گشایش این مسیر، هر سال هزاران تُن میوه‌ی تازه به روسیه صادر خواهد شد که این امر گامی مؤثر در راستای گسترش بازار جهانی محصولات زراعتی کشور به‌شمار می‌رود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS