غزني کې سلګونه بزګران روزل کېږي

mail-admin
Thu, Oct 16 2025 9:18 AM
غزني کې سلګونه بزګران روزل کېږي

د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نباتي آفتونو او ناروغیو پر ضد د مبارزې د کمپاین په لړ کې، د غزني ولایت په درېیو ولسوالیو کې د «د بزګر ښوونځی» تعلیمي برنامه پیل کړه، چې ددې برنامې په ترڅ کې به نږدې ۶۰۰ تنه بزګران عملي زده‌کړې ترلاسه کړي.
د غزني دکرنې ریاست چارواکي وایي، چې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د نباتي آفتونو او ناروغیو پر ضد د ملي کمپاین په دوام، ددې ولایت د کرنې ریاست د بوټو ساتنې مدیریت له لوري «د بزګر ښوونځی» تعلیمي برنامه رسميآ پیل شوه.
یاده برنامه به د ده‌یک، خوګیاني او خواجه عمري ولسوالیو کې د لسو ورځو لپاره دوام وکړي. په دې موده کې به نږدې ۶۰۰ تنه بزګران د نباتي آفتونو او ناروغیو د مخنیوي او کنټرول، د ټرايکودرما د ګټې او کارونې، او د کرنیزو محصولاتو د ساتنې په برخه کې عملي زده‌کړې ترلاسه کړي.
د برنامې په جریان کې د بوټو ساتنې تخنیکي کارکوونکو بزګرانو ته د ټرايکودرما په نوم د ګټور قارچ وژونکي موادو په اړه مفصل معلومات ورکړل. یاد مواد د کرنې وزارت د بوټو ساتنې ریاست په لابراتوار کې تولید شوي او د نباتي ناروغیو په کنټرول کې مهم رول لري.
د کرنې وزارت چارواکي وايي، چې وزارت پلان لري د راتلونکې خزاني کمپاین په ترڅ کې د غزني ولایت بزګرانو او بڼوالو ته د وقایوي برنامو یو لړ نوي فعالیتونه هم پلي کړي، څو د نباتي آفتونو د خپرېدو مخه ونیول شي او د کرنیزو حاصلاتو کیفیت او کمیت ښه شي.

آموزش صدها دهقان در غزنی
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در چوکات کمپاین مبارزه با آفات و امراض نباتی، برنامه آموزشی «مکتب دهقان» را در سه ولسوالی ولایت غزنی آغاز کرده است که در جریان آن حدود ۶۰۰ دهقان آموزش‌های عملی فرا می‌گیرند.
مسوولان ریاست زراعت غزنی می‌گویند این برنامه آموزشی از سوی مدیریت حفظ نباتات آن ریاست و در ادامه کمپاین ملی مبارزه با آفات و امراض نباتی وزارت زراعت، آبیاری و مالداری به‌گونه رسمی آغاز گردیده است.
این برنامه به مدت ده روز در ولسوالی‌های ده‌یک، خوگیانی و خواجه عمری ادامه خواهد داشت. در این مدت، حدود ۶۰۰ دهقان آموزش‌های عملی در زمینه جلوگیری و کنترل آفات و امراض نباتی، استفاده و فایده تریکودرما و همچنان حفظ و نگهداری محصولات زراعتی فرا خواهند گرفت.
در جریان برنامه، کارمندان تخنیکی بخش حفظ نباتات برای دهقانان در مورد قارچ‌کش مفید تریکودرما معلومات مفصل ارائه کردند. این ماده در لابراتوار ریاست حفظ نباتات وزارت زراعت تولید شده و نقش مهمی در کنترل امراض نباتی دارد.
مسوولان وزارت زراعت می‌گویند این وزارت در نظر دارد در چوکات کمپاین خزانی آینده، یک سلسله برنامه‌های وقایوی جدید را برای دهقانان و باغداران ولایت غزنی تطبیق کند تا از گسترش آفات نباتی جلوگیری شده و کیفیت و کمیت محصولات زراعتی بهبود یابد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS