د کرنې او مالدارۍ مرستیال په خوست کې د اوبو لګولو او زیتونو ځنګلونو د بیارغونې پروژو څخه لیدنه وکړه

mail-admin
Wed, Oct 15 2025 12:55 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال په خوست کې د اوبو لګولو او زیتونو ځنګلونو د بیارغونې پروژو څخه لیدنه وکړه

۲۳ تله ۱۴۰۴ هـ.ش
۲۲ رَبِیعُ الْثاني ۱۴۴۷ هـ.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، خوست ولایت ته د خپل کاري سفر په ترڅ کې، د دې ولايت له يو شمېر کرنيزو پروژو څخه ليدنه وکړه.
د کرنې او مالدارۍ مرستیال ددې سفر په ترڅ کې د خوست د صبري په ولسوالی کې د ۱.۴ کيلومتره اوږد اوبولګولو له يوه کانال او همدارنګه د باک ولسوالی کې د ۱.۷ کيلومتره اوږد بل کانال څخه ليدنه وکړه. سربېره پر دې، نوموړي د  ځاځي ميدان ولسوالی هغو ځنګلونو ته هم ورغی چېرې، چې د وحشي زیتونو ونې قلمه‌ګيري او اصلاح شوي دي.
يادې پروژې د اړیکو مؤسسې «ټي.ال.او» له‌خوا د افغانستان اسلامي امارت د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت په همکارۍ پلي شوي دي.
مولوي صدراعظم عثماني په خپلو کې ټينګار وکړ، چې دا ډول پروژې د اوبولګولو د سيستمونو په ښه‌والي، د کرنيزو حاصلاتو په زياتوالي او د چاپېريال د ساتنې په برخه کې اغېزمن رول لري. هغه زياته کړه، وزارت هڅه کوي چې ورته فعاليتونه په نورو ولايتونو کې هم پراخ کړي.
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د کورنيو او نړۍوالو بنسټونو په همکارۍ، د ځنګلونو د بيا رغونې، د کرنيزو ځمکو د اصلاح او د اوبو د سرچینو د سم مديريت پروګرامونه تر لاس لاندې لري، تر څو له بزګرانو ملاتړ وشي او د هېواد د کرنې د سکتور تلپاتې ودې ته زمینه برابره شي.


معین زراعت و مالداری از پروژه‌های آبیاری و احیای جنگلات زیتون در خوست بازدید کرد 
۲۳ میزان ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، در جریان سفر کاری خود به ولایت خوست از چند پروژه زراعتی در این ولایت بازدید کرد.
در این سفر، معین زراعت و مالداری از یک کانال آبیاری به طول ۱.۴ کیلومتر در ولسوالی صبری و نیز از کانالی دیگر در ولسوالی باک  به طول ۱.۷ کیلومتر دیدن نمود. همچنان وی از جنگلات پرورش زیتون وحشی که در ولسوالی زازی میدان قلمه‌گیری و اصلاح شده‌اند نیز بازدید به عمل آورد.
پروژه‌های یادشده از سوی مؤسسه ارتباط (TLO) در همکاری با وزارت زراعت، آبیاری و مالداری امارت اسلامی افغانستان تطبیق شده است.
مولوی صدراعظم عثمانی در سخنان خود تأکید کرد که چنین پروژه‌ها در بهبود سیستم آبیاری، افزایش حاصلات زراعتی و حفظ محیط زیست نقش مؤثر دارد و وزارت در نظر دارد فعالیت‌های مشابه را در سایر ولایت‌های کشور گسترش دهد.
وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در همکاری با نهادهای داخلی و بین‌المللی، برنامه‌هایی را در بخش احیای جنگلات، اصلاح زمین‌های زراعتی و مدیریت منابع آب روی دست دارد تا ضمن حمایت از دهقانان، رشد پایدار سکتور زراعت در کشور تأمین گردد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS