د کندهار ارغستان کې پر لسګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

mail-admin
Thu, Aug 21 2025 10:26 AM
د کندهار ارغستان کې پر لسګونو مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په هڅه، د اروپايي ټولنې په مالي ملاتړ، د هالنډ کمیټې په تخنیکي همکارۍ په ارغستان ولسوالی کې پر ۳۶ تنه مالدارانو د څارویو خوراکي توکي ووېشل شول.
دغه مرسته د یوې ګډي کمیټې د رڼې او شفافي پروسې د انتخاب وروسته پر مالدارانو ووېشل شوه، چې پرمهال یې مالدارانو ته د یادې خوراکي اړوند پوهاوی هم ورکول شو، ترڅو برخمن شوي مالداران یې په مؤثره او ښه توګه د وریو د چاغښت په موخه وکاروي.
د دې پروسي په جریان کې د مرستي څخه مخکي د وریو وزن اخیستل کېږي او هر وری پر غوږ باندې ټک نمبر کېږي، ترڅو څاروي نښاني شي. د یادې خوراکي وروسته یو ځل بیا همغه وری وزن اخیستل کېږي، ترڅو ارزښت یې مالدارانو ته په ښه ډول څرګند شي.
د دې مرستې موخه د کندهار په لیرې پرتو سیمو کې د مالدارۍ لپاره اړیني چوپړتیاوي برابرول، د مالدارانو ملاتړ او د وریو د چاغښت لپاره اغېزمنه خوراکه رواج کول ترڅو مالداران یې په راتلونکي کې هم وکاروي او د وریو د چاغښت په موخه تري استفاده وکړي.
د یادونې وړ ده، چې د کندهار د کرنې ریاست په هڅو، د اروپایي ټولني په مالي ملاتړ څه کم یوه اوونۍ وړاندې په دامان ولسوالی کې هم ۲۰ تنه مالدارانو ته د عصري او معیاري غوجلې جوړولو په موخه مرسته وېشل شوې وه.

توزیع مواد خوراکی حیوانی برای ده‌ها مالدار در ارغستان کندهار
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار اعلام کرد که با تلاش این ریاست و به حمایت مالی اتحادیه اروپا و همکاری تخنیکی کمیته هالندی، برای ۳۶ تن از مالداران در ولسوالی ارغستان مواد خوراکی حیوانی توزیع گردید.
این کمک پس از یک روند شفاف و عادلانه توسط کمیته مشترک برای مالداران مستحق توزیع شد. در جریان توزیع، به مالداران آموزش‌های لازم در مورد استفاده مؤثر از این خوراکه‌ها برای پرواربندی گوسفندان نیز ارائه گردید.
طبق معلومات مسئولان، پیش از توزیع کمک‌ها وزن گوسفندان گرفته شد و در گوش هر رأس شماره‌گذاری گردید تا علامت‌گذاری شوند. پس از مصرف خوراکه‌های توزیع‌شده، دوباره وزن‌گیری انجام خواهد شد تا نتایج آن برای مالداران به‌گونه روشن تثبیت گردد.
هدف از این کمک، فراهم‌سازی تسهیلات لازم برای تقویت مالداری در مناطق دوردست کندهار، حمایت از مالداران و ترویج استفاده مؤثر از خوراکه‌های مناسب در پرواربندی گوسفندان عنوان شده است.
قابل یادآوری است که حدود یک هفته پیش نیز به تلاش ریاست زراعت کندهار و با حمایت مالی اتحادیه اروپا، برای ۲۰ تن از مالداران در ولسوالی دامان به‌منظور ایجاد غوجله‌های معیاری و عصری کمک‌هایی صورت گرفته بود.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS