د کندهار رېګستان ولسوالی کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

mail-admin
Thu, Aug 21 2025 10:22 AM
د کندهار رېګستان ولسوالی کې د سلګونه پسونو د قاچاق مخه ونیول شوه

د کندهار د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست په مشرۍ، د رېګستان ولسوالۍ د کرنې، مالدارۍ او امنیتي ادارو په ګډو هڅو، د څارویو د قاچاق د مخنیوي لپاره پراخ ګرځنده کمپاینونه پیل شوي دي، چې په ترڅ کې یې د فرضي کرښې د کنډکونو مسؤلینو د ۷۵۴ پسونو د قاچاق هڅه شنډه کړې ده.
د رېګستان ولسوالۍ چارواکي وايي، ځینو کسانو هڅه کوله چې دغه پسونه د فرضي کرښې له لارې په غیرقانوني ډول پاکستان ته قاچاق کړي، خو د سرحدي ځواکونو او مسؤلو ادارو په چټک اقدام دا هڅه ناکامه شوې ده.
سرچینې زیاتوي، د قاچاق په تړاو څلور کسان هم نیول شوي، چې د لا نورو څېړنو لپاره اړوندو ارګانونو ته سپارل شوي دي.
د کندهار د کرنې ریاست وايي، د څارویو قاچاق د سیمې د مالدارۍ سکتور ته جدي زیان رسوي، او د دغې لړۍ د مخنیوي لپاره یې له آمنیه قومندانۍ سره په ګډه هڅې زیاتې کړې دي. د یاد ریاست د معلوماتو له مخې تېره اوونۍ هم سپین بولدک ولسوالی کې د یوزر او ۲۴۳  پسونو د قاچاق مخه نیول شوې وه.
چارواکي ټینګار کوي، چې د دغه ډول غیرقانوني کړنو پر وړاندې به کمپاینونو ته دوام ورکړي، ترڅو د سیمه‌ییزو بزګرانو او مالدارانو اقتصادي زیانونه راکم شي.

جلوگیری از قاچاق صدها رأس گوسفند در ولسوالی ریگستان کندهار
ریاست زراعت، آبیاری و مالداری ولایت کندهار اعلام کرد که در نتیجه تلاش‌های مشترک مدیریت‌های زراعت و مالداری ولسوالی ریگستان و نهادهای امنیتی، از قاچاق ۷۵۴ رأس گوسفند جلوگیری شد.
مسئولان ولسوالی ریگستان می‌گویند که شماری از افراد قصد داشتند این گوسفندان را از طریق خط فرضی به‌گونه غیرقانونی به پاکستان قاچاق کنند، اما با اقدام به موقع نیروهای سرحدی و سایر نهادهای مربوطه، این تلاش ناکام گردید.
به گفته منابع محلی، در پیوند به این قضیه چهار نفر بازداشت شده و برای تحقیقات بیشتر به نهادهای عدلی و قضایی سپرده شده‌اند.
مسئولان ریاست زراعت کندهار تأکید کردند که قاچاق حیوانات به سکتور مالداری زیان جدی می‌رساند و به همین دلیل، تلاش‌های مشترک با قوماندانی امنیه برای جلوگیری از این پدیده افزایش یافته است.
بر اساس معلومات این ریاست، هفته گذشته نیز در ولسوالی اسپین بولدک از قاچاق یک‌هزار و ۲۴۳ رأس گوسفند جلوگیری شده بود.
مقام‌های مسئول خاطرنشان ساختند که مبارزه با این‌گونه فعالیت‌های غیرقانونی ادامه خواهد یافت تا از وارد شدن زیان‌های اقتصادی به دهقانان و مالداران محل جلوگیری شود.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS