د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ولایتونو د چارو نوی رییس معرفي شو

mail-admin
Sat, Aug 09 2025 3:54 PM
د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ولایتونو د چارو نوی رییس معرفي شو

۱۸ زمری ۱۴۰۴ هـ.ش
۱۵ صَفَر المُظَفَّر ۱۴۴۷ هـ.ق
دکرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د مقام د دفتر د کورنیو اړیکو آمر داملا شفیق‌الله رسولي، د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ وزارت د ولایتونو د چارو د رئیس په توګه وټاکل شو او رسماً د یادې ادارې کارکوونکو ته ور وپېژندل شو.
د معرفي مراسم د کرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني، او همدارنګه د وزارت د بېلابېلو برخو د یو شمېر رئیسانو او مسئولینو په حضور کې ترسره شول. په دې اړه جوړه شوې غونډه کې د کرنې او مالدارۍ مرستیال د نوي رییس د ټاکل کېدو مبارکي ورکړه او د دې ریاست د مهم رول یادونه یې وکړه، چې د ولایتي کچې د کرنیزو پروګرامونو په همغږۍ او پرمخ وړلو کې ارزښتناک اغېز لري.
ښاغلي رسولي په خپلو خبرو کې صادقانه خدمت، د فعالیتونو د کیفیت لوړول او د ولایتونو دکرنې ریاستونو سره نږدې همکارۍ د خپلې دندې له لومړیتوبونو څخه وبلل. نوموړي زیاته کړه، چې هڅه به وکړي څو د وزارت د کرنیزو پرمختیایي پروګرامونو پلي کېدل په ولایاتو کې په چټکتیا او ښه کیفیت سره ترسره شي.


معرفی رئیس جدید امور ولایت وزارت زراعت، آبیاری و مالداری
۱۸ اسد ۱۴۰۴ هـ.ش
داملا شفیق‌الله رسولی، آمر پیشین ارتباط داخلی ریاست دفتر مقام وزارت زراعت، آبیاری و مالداری، به‌حیث رئیس امور ولایت این وزارت تعیین و رسماً به کارمندان آن اداره معرفی شد.
مراسم معرفی با حضور مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری، و شماری از رؤسا و مسئولان بخش‌های مختلف وزارت زراعت برگزار گردید. در این مراسم، معین زراعت و مالداری ضمن تبریک‌گویی به رئیس جدید امور ولایت، بر اهمیت نقش این ریاست در هماهنگی و پیشبرد برنامه‌های زراعتی در سطح ولایات تأکید کرد.
آقای رسولی در سخنان خود، خدمت صادقانه، ارتقای کیفیت فعالیت‌ها و همکاری نزدیک با ریاست‌های زراعت در ولایات را از اولویت‌های کاری خویش عنوان نمود. وی افزود که تلاش خواهد کرد تا برنامه‌های توسعه زراعتی وزارت در ولایات با سرعت و کیفیت بهتر عملی گردد.

Latest news

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

Wed, Aug 11 2021 5:29 PM
Background image

Holding a Meeting on Collecting Horticultural Products

Asad 20; August 11, 2021
A meeting on how to collect horticultural products was held at the Ministry of Agriculture campus with presence of Shirshah Amiri, deputy minister of. . .

Mon, Aug 09 2021 2:12 PM
Background image

The first phase of Daikundi Valley Natural Resources Management Project completed

Asad 18: August 9, 2021
The Forest Rehabilitation Project, which was started by Directorate of Agriculture in cooperation with Aga Khan Foundation on May 1, 2019 to boost ecosystem has. . .

BACK TO NEWS