د کرنې او مالدارۍ مرستیال: نړۍواله ټولنه باید د افغانستان په اړه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ژمنې عملي کړي

mail-admin
Tue, Jul 15 2025 4:28 PM
د کرنې او مالدارۍ مرستیال: نړۍواله ټولنه باید د افغانستان په اړه د مخدره توکو پر وړاندې د مبارزې ژمنې عملي کړي

۲۴ چنګاښ ۱۴۰۴ ه‍.ش
۱۹ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه‍.ق
د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت  دکرنې او مالدارۍ مرستیال مولوي صدراعظم عثماني  له جرمونو او مخدره توکو سره د ملګرو ملتونو د مبارزې دفتر (یو.ان.او.ډې.سي) عملیاتي رییس یومتیاسن، د افغانستان د چارو مسؤلې موریل جوردن او د دې ادارې د دفتر رییس پولیک اوک سیري سره د لیدنې پر مهال له نړۍوالې ټولنې وغوښتل، چې د افغانستان په وړاندې د مخدره موادو ضد مبارزې ژمنې پلې کړي.
نوموړي وویل: «د اسلامي امارت له حاکمیت مخکې افغانستان د مخدره توکو تر ټولو لوی تولیدوونکی هېواد و، خو د اسلامي امارت له راتګ وروسته د کوکنارو کرکېله په پراخه کچه کمه شوې او نږدې صفر ته رسېدلې ده».
دکرنې وزارت د کرنې او مالدارۍ مرستیال د معلوماتو له مخې اسلامي امارت د مخدره توکو پر ضد عملي او جدي اقدامات کړي، خو نړۍواله ټولنه تر اوسه خپلو ژمنو ته چې بزګرانو ته د بدیل معیشت برابرول او د دې بهیر د پیاوړتیا لپاره د ملاتړ سرچینې برابرول دي، نه دي ترسره کړي.
هغه ټینګار وکړ: «نړۍواله ټولنه باید د افغانستان ملت پر وړاندې خپلې ژمنې پلې کړي او د بدیلو کرنیزو فرصتونو، بنسټیزو پروژو جوړولو او بزګرانو ته د اقتصادي فرصتونو رامنځته کولو په برخه کې فعاله او اغېزمن رول ولوبوي».
د نړۍوالو بنسټونو د شمېرو له مخې، په افغانستان کې د کوکنارو کرکېله په تېرو دوو کلونو کې له ۹۰ سلنې ډېره کمه شوې، خو د لازم ملاتړ نشتوالي بزګران له اقتصادي ستونزو سره مخ کړي دي.
په دې لیدنه کې د (یو.ان.او.ډې.سي) دفتر مسؤلینو هم وویل، باید هغو بزګرانو ته چې پخوا یې کوکنار کرل، لازمې مرستې برابرې شي او دوی ته کرنیز بدیلونه وړاندي شي. هغوی زیاته کړه، چې هڅه کوي کرنیزو محصولاتو لپاره مناسب بازار موندنه وکړي څو بزګران ښه او دوامدار عاید ولري.
په همدې حال کې د کرنې، اوبولګولو او مالدارۍ وزارت د بدیل معیشت ریاست توانېدلی، چې له لږې بودجې سره د کوکنارو د کرکیلې په کمولو کې مؤثر ګامونه پورته کړي، خو دا بودجه کافي نه ده او د نړۍوالې ټولنې صادقانه او پراخو همکاریو ته اړتیا لري.


معین زراعت و مالداری: جامعه جهانی باید به تعهداتش در قبال مبارزه با مواد مخدر در افغانستان عمل نماید
۲۴ سرطان ۱۴۰۴ هـ.ش
مولوی صدراعظم عثمانی، معین زراعت و مالداری وزارت زراعت، آبیاری و مالداری در دیدار با یومتیاسن رئیس عملیاتی دفتر مبارزه با مواد مخدر و جرایم سازمان ملل متحد (UNODC)، موریل جوردن مسئول امور افغانستان و پولیک اوک سیری رئیس دفتر این اداره، از جامعه جهانی خواست تا به تعهدات خود در قبال مبارزه با مواد مخدر در افغانستان عمل نماید.
وی گفت: «پیش از حاکمیت امارت اسلامی، افغانستان بزرگترین تولیدکننده مواد مخدر بود، اما با روی کار آمدن امارت اسلامی، کشت کوکنار به‌گونه‌ چشم‌گیر کاهش یافته و تقریباً به صفر رسیده است.»
به گفته معین زراعت و مالداری، اقدامات عملی و قاطع در راستای مبارزه با مواد مخدر از سوی امارت اسلامی برداشته شده، اما جامعه جهانی تا هنوز به تعهداتش مبنی بر فراهم‌سازی بدیل معیشت برای دهاقین و تأمین منابع حمایتی جهت تقویت این روند، عمل نکرده است.
وی تأکید کرد: «جامعه جهانی باید به تعهدات خود در برابر ملت افغانستان عمل نماید و در زمینه تأمین بدیل‌های مناسب زراعتی، ساخت زیرساخت‌ها و ایجاد فرصت‌های اقتصادی برای دهاقین، نقش فعال و مؤثر ایفا کند.»
بر اساس آمارهای نهادهای بین‌المللی، کشت کوکنار در افغانستان در دو سال اخیر بیش از ۹۰ درصد کاهش یافته، اما نبود حمایت‌های لازم باعث شده است که دهاقین با مشکلات اقتصادی روبه‌رو شوند.
در این دیدار، مقامات دفتر UNODC نیز گفتند که باید برای دهاقینی که قبلاً کوکنار کشت می‌کردند، کمک‌های لازم فراهم گردد و بدیل‌های زراعتی پیشنهاد شود. آنان افزودند که تلاش دارند برای محصولات زراعتی بازاریابی مناسب انجام دهند تا دهاقین درآمد بهتر و پایدارتری داشته باشند.
در همین حال، ریاست معیشت بدیل وزارت زراعت با بودجه اندک توانسته گام‌های مؤثری در راستای کاهش کشت کوکنار بردارد، اما این بودجه کافی نبوده و نیاز به همکاری بیشتر و صادقانه جامعه جهانی وجود دارد.

Latest news

Sat, Feb 01 2025 11:27 AM
Background image

ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو فارمونو کې د مېوو بڼونه جوړ کړي 

۱۳ سلواغه ۱۴۰۳ه‍.ش
۳ شَعبان المُعَظّم ۱۴۴۶ه‍.ق
ننګرهار وادي کرنیز امارتي شرکت په خپلو څلور ګونو فارمونو کې د مالټو، زيتونو، ليمو، خرما او نورو مېوو بڼونه جوړ کړي دي.  
دغه کرنيزه پروژه،. . .

Mon, Jul 01 2024 8:57 AM
Background image

د خوست کرنې ریاست څېړنیز فارم کې زده کړیالانو ته د عملي زده کړې زمینه برابره شوې

۱۱ چنګاښ ۱۴۰۳ه‍.ش
۲۴ ذی‌الحِجّة ۱۴۴۵ه‍.ق
د خوست ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست اړوند څېړنیز فارم کې د کرنې پوهنځۍ زده کړیالانو ته په عملي او نظري ډول د زده کړې زمینه برابره. . .

Thu, Mar 02 2023 7:16 PM
Background image

Meeting of the Minister of Agriculture with the Ambassador of Turkey


 2 March 2023
Mawlavi Ataullah Omari, the Minister of Agriculture, Irrigation and Livestock, met with Jihad Ergin Ay, the Turkish Ambassador to Afghanistan, and discussed bilateral. . .

BACK TO NEWS