د هلمند نادعلي کې څارویو ته د چنجیو او کانګو تبې پر وړاندې د واکسین کمپاین پیل شو

۱۸ چنګاښ ۱۴۰۴ ه.ش
۱۳ مُحَرَّمُ الحَرام ۱۴۴۷ه.ق
د هلمند ولایت د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست سره په همغږۍ د افغانستان لپاره د هالنډ کمېټې په تخنیکي ملاتړ د هلمند نادعلي ولسوالی کې څارویو ته چنجیو ضد او کانګوتبې ناروغۍ مخنیوي درملو تطبیق کمپاین پیل شو.
د هلمند د کرنې، اوبو لګولو او مالدارۍ ریاست چارواکو دهالنډ کمېټې څخه مننه وکړه، چې د مالدارۍ سکتور د پیاوړتیا او ناروغیو سره د مقابلې په موخه وخت نا وخته بېلا بېلو برخو کې مرستې کوي.
دوی زیاته کړه، چې په ټولو ولسوالیو کې په کافي اندازه مالدارۍ لرو نو په راتلوونکي کې پاتې ولسوالۍ هم په نظر کې ونیول شي.
د هلمند دکرنې ریاست چارواکو وټرنر داکترانو ته د درملو ښه تطبیق، د څارویو لرونکو سره د ښه چلند، درملو ښې ساتنې سپارښتنې وکړې او هم یې دهالنډ کمېټې څخه د ځینو نورو ناروغیو د مخنیوی په موخه د واکسینونو غوښتنه هم وکړه.